د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د لاهور د حملې مسولیت واخیست


د پاکستان د طالبانو یوه عالي رتبه قومندان د لاهور د پرونۍ خونړۍ ځانمرگې حملې مسئولیت اخیستی دی.

حکیم الله محسود نن خبري آژانسونو ته په تلیفون ویلي دي چې پر پولیسو او د استخباراتو پر مامورینو دغه ځانمرگې حمله یې د سوات په دره کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو د کسات اخیستو لپاره کړې ده.

حکیم الله محسود د پاکستان د طالبانو د مشر بیت الله محسود مرستیال دی. هغه خبرداری ورکړ چې طالبان پلان لري په نورو ښارونو کې هم پر حکومتي ودانیو حملې وکړي او ددغو ځایو اوسیدونکو ته یې خبر ورکړی چې له سیمو ووځي.

پرون ځانمرگه حمله کوونکو چې په یوه موټر کې یې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای کړي وو او وسلې او لاسي بمونه ورسره وو، د لاهور په یوې داسې سیمې کې حمله وکړه چې کلک امنیت یې نیول شوی دی.

پوځ وايي، ٢٣ کسه وژل شوي خو نورې منابع د وژل شویو کسانو شمیر تر دې زیات ښيي او لږ تر لږه ٣٠٠ نور په دغه پیښه کې زخمي شوي دي.

د پاکستان حکومت هم ویلي دي چې دغه حمله په سوات کې د طالبانو په خلاف د دوی له عملیاتو سره تړاو لري.

حکومت پرون د طالبانو د ٢١ مشرانو د نیولو یا وژلو پر سر انعام اعلان کړ.

ددغو مشرانو په لسټ کې د طالبانو د ویاند مسلم خان او د مولانا فضل الله نومونه هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG