د لاس رسي وړ اتصالات

کاناډا: افغانستان کې له ملي پخلاینې سره مرسته کوو


د کاناډا د نیشنل پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د کاناډا د سفیر له خولې لیکلي چې، کاناډا به وروسته له هغه چې عسکر یې له افغانستان نه ووځي بیا به هم د افغانستان له حکومت سره مرسته او همکاري کوي چې وسله وال طالبان پخلا کړي.

ورځپاڼه لیکي، سفیر ران هافمن پرون په کندهار کې د خبریالانو سره په دې خبرې کولی چې په ٢٠١١م کال کې له افغانستان نه د کاناډايي عسکرو له وتلو وروسته کاناډا له دغه ملک سره څه ډول ملکي مرستې کولای شي.

سفیر هافمن وویل: "داسې مختلفې لارې چارې موجودي دي چې له ٢٠١١م کال وروسته زموږ ملکي خلک د کومو مرستو لپاره دلته پاتې کیدای شي خو دا پریکړې به اوس نه کیږي".

ورځپاڼه لیکي، خو سفیر دا خبره واضح کړه چې کاناډا به د افغانستان د حکومت او د تندروانو په پخلا کولو کې له هیڅ ډول مرستې نه دریغ ونکړي.

سفیر وویل: "په افغانستان کې ملي پخلاینه د کاناډا لومړنی هدف دی. موږ دا خبره افغانانو ته کړې ده.ښ چې دوی پخپله باید روغې جوړې ته زمینه برابره کړي او که په دې برخه کې د کاناډا مرستې ته ضرورت لري نو موږ هر ډول مرستې ته حاضر یو".

د نیشنل پوسټ ورځپاڼه لیکي، سفیر هافمن په دې کې شک گڼي چې په نږدې راتلونکي کې به د روغې جوړې یو بهیر پیل شي. خو دې کار هیله من کړی دی چې د طالبانو ځینو مشرانو ښودلې چې له افراطیت او القاعدې سره تړاو نلري.

ورځپاڼه لیکي، ښاغلي هافمن وویل، ټولې ځمکنۍ قواوې به یې تر ٢٠١١م کال پورې له کاناډا نه ووځي. دی وايي: "زه فکر کوم چې طالبانو اوس کوښښ کوي چې خپل ځان د افغانستان د یوې ملي قوې او یوې ملي پدیدې په توگه وښيي او د ځینو مسلمانانو د نړیوالي افراطي خوځښتونو نه ځان لرې وساتي. زه فکر کوم دا یو ښه پیل دی".

د ورځپاڼې له قوله، سفیر وویل چې په افغانستان کې به د کاناډا د پرمختیايي او بیارغاونې د پروژو امنیت د شخصي امنیتي کمپنۍ ساتي.

XS
SM
MD
LG