د لاس رسي وړ اتصالات

هیلری: اوباما به ژر یو مشخص پلان اسرائیل او فلسطین ته وړاندې کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلری کلنتن د چارشنبې په ورځ وویل چې د بارک اوباما اداره به ژر یو مشخص پلان اسرائیل او فلسطین ته وړاندې کړې چې له مخې یې څنگه د دوو هیوادونو د حل په بنسټ څنگه پرمخ لاړ شي. نوموړې دا څرگندونې د مصر د بهرنیو چارو له وزیر احمد ابوالغیاث سره له خبرو وروسته وکړې.

په دې وروستیو کې د منځني ختیځ په اړه د امریکا په دیپلوماسۍ کې یو ناڅاپي تحرک رامنځ ته شوی.

د امریکا خاص استازي جورج میشل په لندن کې د اسرائیلي چارواکو سره خبرې کړي او جمهور رئیس اوباما د فلسطیني ادارې له رئیس محمود عباس سره د پنجشنبې د ورځې د خبرو تیاری نیسي.

د اسرائیل صدر اعظم لس ورځې مخکې په سپینی ماڼۍ کې خبرې درلودې، که څه هم چې هغه د فلسطیني هیواد رامنځ ته کیدو ته هرکلی ونه وایه، خو هیلري کلنتن د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سرخ په گډ خبري کنفرانس کې وویل چې نوموړې او جمهور رئیس اوباما د فلسطیني هیواد رامنځ ته کیدو ته متعهد یو او مصریانو ته مو په دې اړه ویلي.

"ما هغوی ته اطمینان ورکړ چې جمهور رئیس اوباما او زه په منځني ختیځ کې د دوو هیوادونو د حل په بنسټ د یوې پراخې سولې رامنځ ته کیدو ته متعهد یو، او مونږ ددې نظر د عملي کیدو لپاره مصر یو مهم او اساسي همکار گڼو."

هیلري کلنتن وویل چې د امریکا اداره اسرائیل او فلسطین ته په یو مشخص وړاندیز باندې کار کوي او په سیمه کې له عربي هیوادونو څخه به د خبرو لپاره د اعتماد د فضا د رامنځ کیدو تقاضا وکړي. هغې زیاته کړه چې امریکا له اسرائیلو څخه غواړي چې په غربي غاړه کې ساختماني کارونه مطلق بند کړي.

"کله چې د اسرائیل صدراعظم نتین یاهو دلته و، جمهور رئیس پوره په ډاگه کړه چې هغه یواځې د یو شمیر ودانیو او د وړاندې څار ځایونو د جوړولو بندول نه او د طبیعي ودې د استثنا هم نه، بلکه د ټولو مسکوني چارو بندول غواړي. مونږ فکر کوو دا ډیره د هڅو په گټه ده چې مونږ د مسکوني ځایونو د پراخولو په مسلې بوخت یو."

د مصر د بهرنیو چارو وزیر ابوالغیاث د مصر د جمهور رئیس حسني مبارک په عوض واشنگټن ته راغلي دی. مبارک د روانې اونۍ په پیل کې د خپل لمسي د مړینې په وجه سپینې ماڼۍ ته پلان شوی راتگ وځنډاوه.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر د اسرائیل دې څرگندونې ته اشاره وکړه چې وایي د ایران اتومي پروگرام د سیمې عمده ستونزه ده. هغه وایي د فلسطین مسله عمده ده او نه پاملرنه ورته خطرناکه ده.

"د خبرو د نشتوالي په صورت کې، د فلسطییني دولت جوړیدل چې د اسرائیلي هیواد سره څنگ په څنگ ژوند وکړي، ممکن نه دي. نو زه فکر کوم که خبرې ناکامه شي نو مونږ ټول به د ډیرو ستونزمنو حالاتو شاهد واوسو."

هیلري کلنتن او ابوالغیاث په راتلوونکې اونۍ کې مصر ته د جمهور رئیس اوباما د سفر په اړه خبرې وکړې. بارک اوباما به په مصر کې د نړۍ مسلمانانو ته خپله د خطاب وینا چې له اوږدې مودې یې انتظار کیده، واوروي.

په سعودي عربستان کې به هم د لنډ وخت لپاره تم شي او د پاچا عبدالله سره به د سولې د کوششونو په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG