د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې ٣٥ تندروان وژل شوي


د امریکا پوځ پرون ناوخته اعلان وکړ چې افغان او ایتلافي قواوو په زابل کې ٣٥ یاغیان وژلي او ١٣ نور یې زخمي کړي دي.

د پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاغیانو په دغه ولایت کې د پنجشنبې په سهار د ملي اردو پر یوې گزمي حمله وکړه.

عسکرو ځوابي حمله پیل کړه او د هوايي قوې ملاتړ یې وغوښت. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عسکرو طبي ټیم د جگړې په ځای کې د زخمي پاتې شویو یاغیانو علاج کړی او د بندیانو په توگه یې له ځانه سره انتقال کړي دی.

رپوټ وايي، په جگړه کې ایتلافي قواوو یا ملکیانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د پنجشنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کې هم افغان او ایتلافي قواوو پر طالبانو حمله کړې وه. رپوټ وايي، په دغه جگړه کې ٣۴ یاغیان ووژل شول.

له بلې خوا، د ناټو یو عسکر چې هویت یې نه دی ښودل شوی او دوه برتانوي عسکر د افغانستان په جنوب کې په دوو بیلا بیلو چاودنو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG