د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي افریقا کې نهنگان وچې ته راوتلې


په جنوبي افریقا کې د حیواناتو د ژغورنې کارکوونکي کوښښ کوي د هغو ٥٥ نهنگانو ژوند وژغوري چې ددغه ملک پایتخت کپټاون ته نږدې د سمندر غاړي ته راوتلي دي.

د ژغورنې عمله له سخت باد او خراب موسم سره مخامخ دي.

د سمندري حیواناتو د ژغورنې اداره (کرایگ لمبینون) وايي چې دغو نهنگانو د شنبې په سهار د جنوبي افریقا په جنوبي ساحل کې وچې ته په راوتلو پیل وکړ.

دغه اداره وايي، د دوی کارکوونکي کوښښ کوي په بلډوزرونو باندې دغه درې متره اوږده نهنگان بیرته اوبو ته واچوي خو اکثره نهنگان له اوبو نه د بیرته راوتلو کوښښ کوي.

رپوټ وايي، تر اوسه پورې لږ تر لږه یو نهنگ وژل شوی دی. د ژغونې کارکوونکو له عامو خلکو غوښتي چې له دغه ځایه لرې شي او خبرداری یې ورکړی چې د خلکو گڼه گوڼه د ژغورنې چارې ته زیان رسوي.

چارواکي وايي، تر اوسه ددې خبرې علت نه دی معلوم چې ولې دغه نهنگان وچې ته راوتلي دي.

دغه ډول نهناگ چې د اکثرو اوږدوالی له درې مترو زیات دی، طبیعتاً په لویو ډلو کې سفر کوي او کله ناکله وچې ته د راوتلو کوښښ کوي.

XS
SM
MD
LG