د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د نړۍ تر ټولو قوي لایزر جوړ شو


ساینسپوهانو داسې یو لایز جوړ کړی دی چې د لمر په اندازه تودوښه تولیدولای شي. په په نړۍ کې تر ټولو قوي لایز دی چې پرون د امریکا د کالیفورنیا په ایالت کې معرفي شو.

دا د فوټبال د میدان په اندازه یوه لویه ودانۍ ده. ١٩٢ لایزرونه پکې نسب شوي دي چې د ټولو مخ د هایدروجن یو گروپ ته اړول شوی دی.

کله چې لایزرونه روښانه کیږي نو هایدروجن په هیلیم بدلیږي او عکس العمل یې داسې وي لکه ستوري چې وسوځي او یا یو اتومي بم وچوي.

دغه پروژه په ١٩٩٧م کال کې پیل شوې او حکومت ورباندې درې نیم میلیارد ډالره لگولي دي. حکومت وايي، له دې سره ساینسپوهانو ته داسې لابراتوار برابر شوی دی چې معلومه کړي د اتومي بم د چاودنې پر وخت څه پیښیږي.

دوی وايي، له دې سره ساینسپوهان کولای شي، د امریکا د اتومي بټیو د مسئونیت لارې چارې ولټوي.

خو ددغې پروژې منتقدین وايي چې ددغه لایزر جوړولو ته ضرورت نه وو او بې ځایه ورباندې مصرف شوی. دوی همدارنگه انتقاد کوي چې له دې سره نورې اتومي وسلې هم جوړېدلای شي.

XS
SM
MD
LG