د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کی ۳۰ طالبان ۹ عسکر وژل شوي


د افغانستان پوځ وایی چی د بادغیس په ولایت کی په دوو ورځو جگړو کی دیرش یاغی طالبان او نهه د ملی اردو عسکر وژل شوی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت وایی چی دغه مرگ ژوبله د جمعی او شنبی په ورځو کی په داسی حال کی وشوه چی افغان عسکرو چی د نړیوالو قواوو ملاتړ ورسره وو غوښتل چی د بادغیس په ولایت کی امنیت ټینگ کړی.

پوځی چارواکی وایی چی څلور نور افغان عسکر د بالا مرغاب د ولسوالی په دی شدید جنگ کی لادرکه شوی دی.دغه جنگ د جمعی په ورځ ونښت.

په یوه بله پیښه کی پرون د کندهار په ولایت کی د سړک د غاړی د بم په یوه چاودنه څلور ملکی خلک وژل شوی دی.

او د کندز په ولایت کی په یوه بله چاودنه کی د کندز والی زخمی شو.

XS
SM
MD
LG