د لاس رسي وړ اتصالات

بگرام اډې ته نږدې چاودنې ٦ ملکي افغانان وژلي


افغان چارواکي وايي په هغه سړک باندی چې د بگرام د هوايي اډې څنگ ته تېرېږی د بم چاودنه شوېده او شپږ ملکی افغانان پکی مړه شوېدی.

دافغانستان دکورنېو چارو وزارت واېې چې داخبره لا تراوسه پورې څرگنده شوې نده چې د سه شنبی دورځی دا چاودنه چې د بگرام هواېې مېدان ته نېژدی شوېده، دسړک دغاړی په بم شوېده او که کوم ځان مرگه دا چاودنه کړېده.

دکورنېو چارو وزارت ووېل چې په مړېو کې دوه ښځی او دوه ماشومان هم شامل وو. په پېښور کې دېره افغان اسلامی اژانس د سه شنبی په ورځ ووېل چې د طالبانو ېوه نطاق ددې ځان مرگه چاودنی مسوولېت،بگرام ته نېژدی د بهرنېو عسکرو په اډه باندی په غاړه اخېستی دی.

رپوټ واېې چې بگرام ٦٠ کېلومتره له کابل نه لېری پروت دی. ددوشنبی په ورځ دافغانستان چارواکېو او دناټو نطآق ووېل چې په هغو نښتو کی په افغانستان کې پېښی شوېدی څلور امرېکا ېې عسکر ، څلو رپولېسان او اته تنه افراطېان پکی وژل شوېدی.

XS
SM
MD
LG