د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې برمته شوي شاگردان راخوشی شول


د پاکستان چارواکی واېې چې عسکرو هغه ټول شاگردان او له هغو سره نور ماموران چې ددوشنبی په ورځ مشکوکو طالبانو، په صوبه سرحد کې برمته کړي وو راخلاص کړي دي.

نظامی او حکومتی چارواکی واېې چې پوځ ېو اوېا شاگردان او نهه نور ماموران له افراطېانو سره، د سه شنبی په ورځ په شمالی وزېرستان کې له ېوې سختی جگړی نه وروسته راخوشی کړل.

پوځ واېې چې دانښته هغه وخت وشوه چې عسکرو افراطېانو پرېوه سړک باندی ودرول، افراطېانو کوشش کاوه چې برمته شوی شاگردان جنوبی وزېرستان ته انتقال کړی. تراوسه پورې د ځانی تلفاتو خبر ندی راغلی.

پولېسو وو ېل چې له افراطېانو سره مذاکرات د ځاېې قبېلوی جرگې له خوانه روان دی.

د پاکستان چارواکی واېې چې له شمالی وزېرستان نه په وسله سنبال طالبان له شمالی وزېرستان نه د بنو علاقی ته ددوشنبی په ورځ ور تېر شوی وو. څرنگه چې په دغه سېمه کې غټ شمېر شاگردانو په ېوه کاروان کې سفر کاوه ، مشکوکوطالبانو هغوی برمته کړل. رپوټ واېې چې داکاروان د رزمک له نظامی پوهنتون نه راروان شوی و. دغه پوهنتون په شمالی وزېرستان کې د پوځ له خوانه اداره کېږی.

د بنو چارواکېو په اول کې ووېل چې تقرېبا څلور سوه شاگردان، دهغوی مېندی پلرونه او استادان په دغه کاروان کې برمته شویدی خو وروسته بېا دامعلومه شوه چې زېات شمېر ترېنه تښتېدلی دی نو په دې توگه د برمته شوېو کسانو او په کاروان کې د موټرونو شمېر کم شوېدی.

له بل پلوه دپاکستان عسکر خپلی تهاجمی حملی ته د سوات په دره کې ادامه ورکوی. پوځ ووېل چې دوی ددوشنبی په ورځ د سوات په ېو شمېر علاقوکې له هغه نه وروسته بندېز لېری کړ چې د مرستو مامورانو او خبرېالانو خبرورکړ چې هلته په سېمه کې سختی بشری ستونزې شروع شوېدې اوخلک په تنگسه کې دی.

رپوټ واېې چې په سوات کې د مېنگوری دمهم ښار له نېولو نه وروسته پوځ د چارباغ دعلاقې په لور ور نېژدی کېږی. تردی مخکی ېې خلکو ته د خبرداری پاڼی غورځولی وې چې له سېمی نه دېوې امکانی تهاجمی حملی په سبب ووزی.

دکوهاټ په نظامی ښارگوټی کې ددوشنبی په ورځ دېوه سروېس موټر په اډه کې ېو بم چاودلی و، دوه کسان ېې وژلی وو او اتلس نورپکی زخمی شوی وو.

XS
SM
MD
LG