د لاس رسي وړ اتصالات

د لشکر طیبه مؤسس له نظر بندئ خوشې شو


د پاکستان ېوې محکمی امر کړیدی چې دهغی ډلی مشر له زندان نه خوشی کړی چې په دی تورنه ده چې د تېر کال د مومبی له حملو سره تړاو لری.

د لاهور ېوې عالی محکمی د سه شنبی په ورځ فېصله وکړه چې له دوی سره قانونی دلاېل نشته چې حافظ محمد سعېد نور هم په کور کې نظربند وساتی.

ښاغلی سعېد د جماعت الدعوه په نامه خېرېه موسسه چلوی . پاکستان دغه ډله هغه وخت غېر قانونی اعلان کړله چې دملگروملتونو دامنېت شوری په ٢٠٠٨ کال کې غېر قانونی اعلان کړله.

حافظ محمد سعېد د لشکر طېبه چې غېرقانونی گڼل شوېده هم تاسېس کړی وه. د هند حکومت دغه ډله دمومبی په حملو کې لتاړه بولی.

دهند د کورنېو چارو وزېر پالانې اپن چېدم برام په نوی ډېلی کې د سه شنبی په ورځ خبرېالانو ته ووېل چې د ده سړی خوشی کول د پاکستان په برخه کې جد ی شک پېداکوی چې دوی به هغه کسان محکمی ته راکش کړی چې دمومبی په حملو کې لتاړ دی.

دهند صدر اعظم من موهنسنگ ووېل چې د پاکستان له خوانه دهغو کسانو محاکمه کول چې دمومبی په حملو کې لتاړ دی، له پاکستان سره د سولی دخبرو د پېل لپاره ېوشرطر دی.

خو د پاکستان صدر اعظم ېوسف رضا گېلانی د سه شنبی په ورځ پرهند باندی د سولی دخبرو د بېا پېل کېدلو د ځنډ پړه پر هند واچوله. ېوسف رضا گېلانی ووېل دی هېله من دی چې د سولی خبری ډېرې ژر پېل شی څو د کشمېر په څېر جنجالی مساېل حل شی.

XS
SM
MD
LG