د لاس رسي وړ اتصالات

هالبروک پاکستان کې بې ځایه شوي خلک گوري


د امرېکا دخارجه وزارت له خوا نه ددوشنبی په ورځ اعلان وشو چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امرېکا خاص استاځی رېچرد هالبروک به په دې اونی کې پاکستان ته سفر وکړی چې دهغوی خلکو حالات وگوری چې په سوات کې د پاکستان د پوځ له خوا نه دطالبانو خلاف دتهاجمی حملی له امله بې کوره شوېدی.

دامرېکا خارجه وزارت واېې چې هالبروک به له بې ځاېه سوېو پاکستانېانو، خېرېه موسسو اود حکومت له چارواکېو سره ملاقات وکړی. داسفر به د جون له درېمی نه تر پنځمی پورې دوام وکړی.

رپوټ واېې چې د پاکستان د پوځ او طالبانو ترمنځ د سوات په ناوه کې د روانو جگړو له امله تقرېبا دوه نېم ملېونه پاکستانېان بې کوره او بې ځاېه شوېدی.

امرېکا د پاکستان د تهاجمی حملی هرکلی کړېدی او ېوسلو لس ملېونه ډالره ېې دعاجلی مرستی ورکولوپه توگه اعلان کړېدی. رپوټ داهم واېې چې پاکستان ته په راتلونکېو کلونو کې دملکی مرستو اندازه دری چنده شوېده. پاکستان ته به ددکال ېونېم ملېارد ډالرتر راتلونکېو پنځو کلو نو پورې ورکړل شی.

XS
SM
MD
LG