د لاس رسي وړ اتصالات

"د جلیز ولسوالي د اوباما د ستراتیژئ امتحان" 


نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن په خپل اول مخ کې د وردکو د جلیز د ولسوالۍ پر وضعې تفصیلي مقاله خپره کړې ده او لیکلي یې دي چې دغه ولسوالي د جمهور رئیس اوباما د ستراتیژۍ د عملي کولو په مخکې لوی امتحان دی.

د جلیز بازار له کابل نه یوازې څو کیلومتره فاصله لري. ورځپاڼه لیکي، یو کال مخکې طالبانو دغه ولسوالي په عذاب کې اچولې وه. خلک یې تښتول او ولسوالۍ ته غځېدلی سرک یې بند کړی و. خو کله چې د فبروري په میاشت کې دغه ځای ته امریکايي قواوې راغلې، وضعه بدله شوه.

ورځپاڼه وايي، عسکر له هليکوپترونو پیاده شوله. په جلیز کې یې درې نظامي اډې جوړې کړي او طالبان له مقامات پرته له دغه ځای نه نورو سیمو ته ولاړل. له دې امله اوس جلیز ته موټرونه آزاد تگ راتگ کوي او

محمد زاکر ددغه سیمې یو دهقان دی. دی وايي، د تیر کال په نسبت وضعه سل فیصده ښه شوې ده.

نیویارک ټایمز وايي، جلیز ته ځکه د اوباما د نوې ستراتیژئ په وړاندې د یوه امتحان په سترگه کتل کیږي چې افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو د پلان له مخې، د تازه عسکرو لومړنۍ جوپه همدې ولسوالۍ ته ورغله.

خو په افغانستان کې موجودې مغلقې قومي او ژبنۍ شخړې کیدای شي ددې مخنیوی وکړي چې د نوې سترتیژئ نتیجه دې ډیر ژر معلومه شي.

ورځپاڼه لیکي، د افراطیت او تشدد د مخنیوي لپاره یوازې د قواوو زیاتول کفایت نه کوي. بلکه په کار ده افغانانو ته ددې خبرې علت برابر کړل شي چې دوی پخپله افراطیت مخه ونیسي او ددې لپاره موثر پولیس، حکومتي خدمات او د خلکو لپاره د کار روزگار او اقتصادي وساینې زمینه برابره شي.

نیویارک ټایمز لیکي، پخپله د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس دا خبره کړې ده چې امریکي قواوې یو کال لري چې په افغانستان کې روانه وضعه بدله کړي که نه نو په دغه ملک کې روانې جگړې ته به د امریکا د خلکو حوصله ختمه شي.

ورځپاڼه لیکي، خو د افغانستان په باب واقعیت دا دی چې په دغه ملک کې د افراطیت ضد مبارزه باید په عجله خو په ډیر احتیاط وشي. امریکایان کوښښ کوي په دغه ملک کې خلکو ته د پراختیايي پروژو د پیلولو او په همدې سیمه کې د افراطیانو په خلاف د اقداماتو تر منځ توازن وساتي. له همدې امله دغه چاره ډیر ورو پر مخ ځي.

ډگرمن مایک گبیل د وردکو په ولایت کې د کلیوالي سیمو د پرمختیايي پروژو د مالي چارو مسئول دی. دی وايي، یوه اندېښنه چې وروسته معلومه شوه دا وه چې د ولایت مقام ددغه ډول پروژو لپاره سرمایه نه درلوده. له همدې امله په مختلفو ولسوالیو کې ددغه ډول پروژو د پیلېدلو لپاره ٥٠٠ زره ډالره تخصیص شوې.

نیویارک ټایمز وايي، ددغو پیسې مصرفول د افغانستان لپاره د امریکا د پلان اساس جوړوي چې عبارت دی د محلي امنیت ساتنې د یوې قوې له تشکیل نه. هر امنیت ساتونکي ته د میاشتې ١٢٠ ډالره ورکول کیږي چې د خپل کلي امنیت وساتي. ورځپاڼه لیکي، همدسې یو پروگرام مخکې په عراق کې هم عملي شوی وو او هلته د سني افراطیانو په خلاف د بري اصلي علت گڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG