د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لپاره نوی ټاکل شوی قومندان پارلمان غوښتی


د امریکا پوځي قومندان ډگر جنرال سټانلې مکریسټل نن د خپل ملک د مشرانو جرگې یوې استعماعیه غونډې ته ورغوښتل شوی دی. د امریکا ډیرو مطبوعاتو په همدې باب تبصرې کړي دي.

واشنگټن پوسټ لیکي، له نن نه درې هفتې مخکې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو قومندان ستر جنرال ډیویډ مکرنن برطرفه شو.

د مکرنن پر ځای د جنرال مکرسټل د اعلانولو پر وخت د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیټس وویل، غواړي د افغانستان کې د خپلو قواوو په مشرتابه کې یو نوی تفکر او ذهنیت راپیدا کړي.

دی وايي، ځکه چې په دغه ملک کې د طالبانو حملې زیاتې شي، د امریکا او ناټو د عسکرو تلفات هم ډیر شوي او دغه بحران مخ په زیاتېدو ښکاري.

مکریسټل پنځه کاله د امریکا د خاصو قواوو قومندان وو.

واشنگټن پوسټ لیکي، افغانستان ته د قومندان په توگه د مکریسټل د معرفي کولو پر وخت ښاغلي گیټس د هغه د افراطیت ضد تجربه وستایله. گیټس دا هم وویل چې د مکریسټل مقررېدل دا معنی لري چې د عنعنوي او دودیزې نظامي تگلارې پر ځای به په جگړې کې د تشدد ضد تکتیکونه عملي کیږي.

د پوځ عالي رتبه مقاماتو ویلي دي چې له مکریسټل نه تمه کیږي چې په افغانستان کې به د ناټو او امریکا د قواوو په تشکیلاتو او قوماندې کې عاجل بدلونونه راولي.

واشنگټن پوسټ لیکي، په تیر اکتوبر کې د نظامي پلانونو لپاره افغانستان په څلورو شرقي، غربي، شمالي او جنوبي زونونو وژیشل شوی دی او په هر زون کې یوه ملک نظامي مسولیت په غاړه اخیستی دی. امریکايي قواوې اکثره په خیتځ کې دي او ١٧ زره نور امریکايي عسکر به اکثره د افغانستان جنوب ته لیږل کیږي.

واشنگټن پوسټ د یوه نظامي مقام له خولې وايي، په افغانستان کې د ناټو او ایتلاف په ماموریت کې شامل ځینې ملکونه افغانستان ته د جگړې لپاره د نورو عسکرو لیږلو ته زړه نه ښي کوي، د همدې له پاره د مکریسټل په مخکې به د حل یوه لاره دا وي چې د موجودو منابعو او عسکرو نه داسې استفاده وشي چې د پوځ لپاره له جغرافيايي تقسیماتو نه نه صرف نظر یوازې پوځي مشخص ماموریت په نظر کې ونیول شي.

د ناټو په چوکاټ کې د نورو ملکونو عسکرو ته زیاتره د افغانستان د نظامي قواوو د روزنې دنده ور وسپارل شي او د جگړې لپاره چې په هره سیمې کې عسکرو ته ضرورت وي نو امریکايي قوواوې دې ور ولیږل شي. دغه نظامي مقام وايي: "ساحه او سیمه مهمه نه ده، مهمه دا ده چې ماموریت تر سره شي".

واشنگټن پوسټ لیکي، که څه هم ټاکل شوې ده چې نن به سناتوران له جنرال مکریسټل نه زیاتره د افغانستان د ستراتیژئ په باب پوښتنې وکړي خو ددې امکان هم شته چې په عراق کې د هغه د تیر ماموریت په اړه پوښتنې وشي. د مشرانو د جگړې غړو د هغو رپوټونو په اړه هم تحقیقات کړي دي. چې وايي، په عراق کې د مکریسټل تر قوماندې لاندې خاصو قواوو بندیان توهین کړي دي. مکریسټل له ٢٠٠٣م نه تر ٢٠٠٨م کال پورې په عراق کې د امریکا د خاصو قواوو قومندان و.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا نن خپله سرمقاله د جنرال مکریسټل د انتخابېدو موضوع ته اختصاص کړې ده.

روځپاڼه لیکي، د مکریسټل قدر هغه وخت زیات شو چې دده عسکرو په عراق کې صدام حسین پیدا کړ او ویې نیوه او همدارنگه یې په عراق کې د القاعده مشر ابومصعب الزرقاوي په عملیاتو کې وواژه.

نیویارک ټایمز لیکي، خو ددې تر څنگ سناتورانو ته په کار دې دده تر قوماندې لاندې د خاصو قواوو د هغو فعالیتونه په اړه هم پوښتنې وکړي چې په پټه د عادي نظامي سلسله مراتب بیرون ترسره شوي او د حساب ورکولو حق اقل تصور یې هم نه کېده. په خاص ډول کوم کارونه چې په هغه دوره کې تر سره شوي چې ډونالډ رمزفلډ د دفاع وزیر و.

ورځپاڼه لیکي، په خاص ډول په ٢٠٠۴م کال کې خاصو قواوو بغداد ته نږدې د صدام حسین د شکنجې په مرکزونو کې بندیخانې جوړې شوې او په دغه بندیخانو کې خلکو ته جسمي او روانې توهین او آزار ورکول کېده.

نیویارک ټایمز لیکي، دا یوازنۍ پیښه نه ده، په ٢٠٠٦م کال کې د ټایمز خپرونې رپوټ خپور کړ چې په بغداد، فلوجه، بلاد، رمادي او کیرکوک کې زندانیان لوڅ لغړ درول شوي دي او په اوبو کې غوپه کړل شوي دي.

ورځپانه وايي، پنټگان له دې آمله د خاصو قواوو ٣۴ عسکرو ته تادیبي سزا ورکړه.

نیویارک ټایمز لیکي، که څه هم داسې فکر نه کیږي چې جنرال مکریسټل دې په دغه ډول غیر مشروع چارو کې لاس لرلی وي خو دا د هغه مسولیت وو چې ددغو کارونو مخه یې نیولې وای. ورځپاڼه لیکي، دا هم د مکریسټل مسولیت دی چې ددې خبرې ضمانت وکړي چې دغه ډول اعمال به په افغانستان کې نه تکراریږي. نیویارک ټایمز لیکي، دا ډیره ضروري ده چې له هغه نه په دې اړه جدي پوښتنې وشي.

XS
SM
MD
LG