د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال مکریسټل: د ملکي تلفاتو مخه نیسم


په افغانستان کی دامرېکاېې اوناتو د قواو نوی قوماندان ستر جنرال سټېنلی مېک کراېسټل واېې چه په افغانستان کی به دملکی خلکو د تلفاتو دکمولو لپاره اقدامات وکړی.

جنرال مېک کراېسټل دامرېکا دمشرانو جرگې دوسله والو قواو جرگه گئ ته پرون ووېل چه دملکی خلکو دتلفاتو دکمولو په منظور به هداېت وکړی چه دهواېې حملو او زمکنېو پوځی عملېاتو په وخت باېد د ډېر دقت او ډېسپلېن نه کار واخستل شی.

جنرال مېک کراسېټل ووېل که ډمشرانو جرگې په افغانستان کی دناتو او امرېکاېې قواو د عمومی قوماندان په توگه منظور کړ نو امر به وکړی چه دجنگ او نښتو په ټولو تاکتېکی مقرراتو باندی دې له سره تجدېد نظر وشی.

د نېوېار ک ټامېز ورځپاڼی نن راپور ورکړ چه په افغانستان کی دجنگ مقررات تل نه دی تطبېق شوی.

ورځپاڼه دامرېکا دپوځ دېو شمېر نامعلومو صاحب منصبانو له قوله واېې چه تېره مېاشت دفراه په ولاېت کی دامرېکاېې جنگی الوتکو په بمارئ کی دملکی خلکو دوژل کېدلو په باب دتحقېقاتونه څرگنده شوه چه ، امرېکاېې قواو د پوځ دتاکتېکی مقرراتو په خلاف عمل کړی ؤ او که په جنگی مقرراتو ېې عمل کړی وی نو شاېد چه دومره زېات ملکی خلک به وژل شوی نه واې. په دغه بمبارئ د ملکی وگړو د تلفاتو د درست شمېر په باب لانجه لا اوس هم نه ده حل شوی.

د امرېکا پوځ واېې چه د فراه دولاېت په بالا بولک په ولسوالئ کی په جنگ او هواېې بمبارېو کی شل ېا دېرش تنه ملکی خلک وژل شوی دی او دافغانستان حکومت واېې چه ېو سلو څلوېښت کسه ملکی خلک وژل شوی دی.

خو جنرال مېک کراېسټل خبرتېا ورکړه چه کېدی شی هرڅومره چه د امرېکاېې عسکرو شمېر سږکال زېاتېږی او دطالبانو په مرکزونو باندی خپلی حملی زېاتوی شاېد نور ملکی خلک هم تلف شی. جنرال مېک کراېسټل ووېل هېله لری چه په راتلونکو دوو کلونو پوری به په افغانستان کی امنېت تامېن شی.

XS
SM
MD
LG