د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما سعودی عربستان ته ورسېده


د امرېکا جمهور رېس براک اوباما منځنی ختېز ته خپل سفر په لړ کی نن سعودی عربستان تهورسېده.

ښاغلی اوباما به په رېاض کی د سعودی عربستان د پاچا ملک عبداله سره نن سهار په محلی وخت هلته د رسېدلو سره سم خبری شروع کړی.

توقع کېږی چه دواړه به د اسراېلو او فلسطېن د شخړی، په منځنی ختېز کی د اېران د رول او د خامو تېلو دبېه د لوړېدلو په اړه خبری وکړی.

امرېکا جمهور رېس به د پنجشنبی په ورځ مصر ته ولاړ شی او په قاهره کی به د منځنی ختېز د سولې، مذهبی تندروئ او تشدد پوری مربوطو مساېلو په باب وېنا وکړی.

د سپېنی مانئ وېاند رابرټ گېبس پورن خبرېالانوته ووېل، د اوباما ددی وېنا مقصد دا دی چه د امرېکا او اسلامئ نړئ روابط ښه شی خو څوک باېد دا توقع ونه کړی چه ددی وېنا په وجه به سمدستی هرڅه ښه شی.

ښاغلی او باما د مصر نه وروسته اروپا ته روان دی.

او د دوهم نړېوال جنگ په پای کی به د نازی المان دپوځونو په خلاف د متحدېنو د وورستئ کامېابئ د پنځه شپېتمی کلېزی د لمانځلو په مراسمو کی گډون وکړی.

اوباما به دمصر ن راسا المان ته ځی او د صدر اعظمی انلا مرکل سره دخبرو نه علاوه به دهغو کمپونو نه لېدنه کوی چه د نازی المان پوځ په کی ېهودېان ساتل.

ښاغلی اوباما به د فرانسی د جمهور رېس نېکولا سرکوزی سره هم ملاقات وکړی.

XS
SM
MD
LG