د لاس رسي وړ اتصالات

ېو برېتانوی عسکر د گزمی په وخت په هلمند کی ووژل شو 


د انگلستان د دفاع وزارت نن اعلان وکړ چه د افغانستان په جنوب کی ېو برېتانوی عسکر د گزمی په وخت دبم په ېوه چاودنه کی د هلمند په ولاېت کی دسه شنبی په ورځ وژل شوی دی.

د کال ېو د پاسه دوه زره مېلادی نه تر اوسه پوری په د جنگ د انگلستان ېو سلو شپږ شپېته تنه عسکر وژل شوی دی.

له بلی خوا د ناتو په مشرئ اېتلافی قواوې واېې چه طالبانو د سه شنبی په ورځ د افغانستان په ختېز کی د ناتو ېو عسکر وواژه او دوه تنه ېې زخمېان کړل.

د انگلستان پوځ واېې چه جنگی هلېکوپترو ېې دهلمند په ولاېت کی د طالبانو په ېوه مهم قوماندان ملا منصور باندی ډزی وکړی او وېې واژه.

د انگلستان د دفاع د وزارت ېوه اعلامېه واېې چه ملا منصور په هلمند کی د انگلستان د عسکرو په خلاف په څو ځان وژونکو حملو کی لاس لره.

XS
SM
MD
LG