د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمانانو ته وینا د اوباما د پراخو هڅو یوه برخه ده


سپینه ماڼۍ وايي په مصر کې د جمهور رئیس اوباما وینا د هغه د پراخو هڅو یوه برخه ده چې غواړي له اسلامي نړۍ سره دوستانه اړیکې ټینگي کړي خو دا کار به آسانه نه وي.

جمهور رئیس اوباما د پنجشنبې په ورځ د مصر په پایتخت قاهره کې ټولې اسلامي نړۍ ته وینا کوي.

سپینې ماڼۍ لا له وړاندې پیشبیني پیل کړې ده چې دغه وینا به څه تر لاسه کړي او څه به تر لاسه نه کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ گیبز:

"ددې هدف له اسلامي نړۍ سره زموږ د اړیکو رغول دي. موږ ددې تمه هم نه کوو چې هر څه به په یوې وینا جوړ شي. دا کار دومدارو هڅو ته ضرورت لري او د همدې لپاره جمهور رئیس وتلی دی".

گیبز چې د سعودي عربستان او مصر په لور د جمهور رئیس اوباما له روانېدو څو ساعته مخکې یې خبرې کولې، وویل چې که دا هر څه په یوې وینا رغېدلای نو جمهور رئیس به دغه وینا ډیر مخکې کړې وای.

د سپینې ماڼۍ ویاند زیاته کړه، جمهور رئیس براک اوباما غواړي مسلمانانو ته د امریکا پیغام ورسوي. هغه دا چې اسلامي نړۍ او امریکا ډیر مشترک امیدونه لري او په گډ کار سره دغه امیدونه پوره کېدای شي.

خو د منځني ختیځ او په مجموع کې د اسلامي هیوادونو د چارو ماهرین وايي، د جمهور رئیس اوباما مخاطبین به ډیر اهمیت دده د خبرو پر ځای دده عمل ته ورکړي.

له بلې خو په قاهره کې د امریکا غږ خبریاله فایضه المصري وايي، د مصر د پخواني جمهور رئیس انور سادات میرمن جهان سادات چې د مصر او اسرائیلو د سولې د تړون د ٣٠مې کلیزې په مناسبت یې کتاب لیکلی دی، د منځني ختیځ پر خلکو غږ کړی چې د سولې د ټینگېدو لپاره نوره نه ستړې کېدونکې مبارزه وکړي.

دا په ١٩٧٩م کال کې د مصر د جمهور رئیس انور سادات او د اسرائیلو د صدر اعظم میناخم تر منځ د سولې د تړون د امضا کولو جریان. هغه وخت تمه کېده چې نور عربي ملکونه به مهم په دغه تړون کې ور گډ شي او تر منځني ختیځ پورې به ورسیږي.

خو د جمهور رئیس سادات میرمن جهان سادات وايي، دغه امیدونه خاورې شول.

"زه دغه روان حالت ته ډیره خواشینې یم ځکه چې موږ ٣٠ کاله ضایع کړل. نتیجه بل څه نشته یوازې همدا چې دواړه خواوو ته زموږ لوڼې او زامن وژل کیږي".

میرمن سادات وايي، د سولې د ټینگولو لپاره خلک باید گډ کار وکړي. دا وايي، د منځني ختیځ وگړي باید دې ته آماده شي.

"هر څوک غواړي چې په سوله او امن کې ژوند وکړي. خو اصلي مشکل د مشرانو دی نه د عامو خلکو".

دا وايي، مشران باید د سولې د ټینگولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

له اسرائیلو سره د سولې د تړون له امضا کولو دوه کاله وروسته جمهور رئیس انور سادات د یوه نظامي رسم گزشت پر وخت ووژل شول. رپوټونه وايي، انور سادات هغهه بنسټ پالو وواژه چې دده له پالیسیو سره په خاص ډول له اسرائیلو سره د سولې د تړون له امضا کولو سره مخالف وو.

د ١٩٧٠مې لسیزې راهیسې، نړیواله ټولنه د اسرائیلو او فلسطین تر منځ د سولې د ټینگولو لپاره منځگړیتوب کوي.

میرمن سادات وايي، جمهور رئیس اوباما د منځني ختیځ د سولې په اړه جدي ښکاري او د منځني ختیځ د خلکو لپاره یو چانس دی.

"زه په جمهور رئیس اوباما افتخار کوم. ځکه چې هغه په رښتیا غواړي چې بدلون راشي. هغه منځني ختیځ ته د سولې راوستلو ته مخلص ښکاري".

ټاکل شوې ده چې جمهور رئیس اوباما به د پنجشنبې په ورځ مسلمانانو ته د خپلې وینا په وخت دغې موضوع ته هم اشاره وکړي.

XS
SM
MD
LG