د لاس رسي وړ اتصالات

اسلامي نړۍ ته د اوباما د وینا بشپړ متن


موږ د امریکا او د درستې نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د داسی تاوتریخوالی په وخت کې غونډه کوو چې ریښی ئې تاریخی قواو ته وځی چې د اوسنی پالیسی نه بهر دی.

د اسلام او لویدیځی نړۍ په روابطو کې دپیړیو گډژوند او همکاری شامله ده مگر جنجالونه او مذهبی جنگونه هم پکې منځ ته راغلی دی . اوسنی تاوتریخوالی ته استعمار لمن وهلی ده چې دډیر و مسلمانانوپه حقوقو او فرصتونو باندی ئې سترگې پټی کړی وی او دساړه جنگ په وخت کې له اکثرو اسلامی ملکونونه دلاس پوڅو په حیث کاراخیسته بی له دی چې ددوی هیلی او ارزوگانی په نظر کې ونیول شی .

عصریتوب اونړیوال کیدلو بی ساری بدلونونه منځ ته راوړل چې ډیر مسلمانان ئې پدی عقیده کړل چې لویدیځ داسلامی دود مخالف او دښمن دی . اقلیت افراطیانو له دغه تاوتریخوالی نه گټه واخیستله مگر دمسلمانانو اکثریت ئې مخالف دی . دیودپاسه ددوه زرم کال دسیپټمبر دیولسمی نیټی حملو او ددغو افراطیانو دوامداره کوښښونو چې دملکیانو په خلاف له تاوتریخوالی نه کاراخلی ، زما په هیواد کې ځینی کسان پدی عقیده کړل چې اسلام نه یوازی دامریکا او لویدیځو ملکونو په خلاف دی بلکه دبشری حقوقو مخالف هم دی .دی کار زیاته ویره او بی اعتمادی پیدا کړه .

تر کوم حده پوری چې زموږ اختلاف زموږ روابط تعریفوی ، موږ به په هغه چاباندی غلبه اومومو چې دسولی په ځای دکرکی تخم شیندی او دهمکاری په ځای جنجالونه تقویه کوی . دا به زموږ دټولو خلکو سره مرسته وکړی چې عدالت او نیک مرغې لاس ته راوړی . دشک او بی اعتمادی دغه سلسله باید ختم شی .

زه دلته ددی لپاره راغلی یم چې دامریکا اوددرستی نړۍ دمسلمانانوترمنځ نوی شروع غواړم ؛ دا په متقابله گټو او متقابل احترام ولاړ دی؛ او دا په رښتیا ولاړدی چې دا ځان ته دامریکا او اسلام لپاره ندی او ضرور نده چې سیالی وکړی . په دوی کې ځینی وخت کې زیاتوالی راځی او عمومی اصول ئې گډ دی چې پدی کې عدالت او پرمختگ؛تحمل او بشری حیثیت راځی .

زه دا منم چې بدلون په په څلیریشتو ساعتو منځ ته نه راځی. یوه ځانگړی وینا دکلونوکلونو بی اعتمادی له منځه نشی وړی ، نه زه په یو وخت کې ټولو هغو پیچلو پوښتنو ته ځوابونه نشم ویلای چې موږئې دی مرحلی ته رسولی یو . مگر زه پدی قانع شوی یم چې ددی لپاره چې پرمخ ولاړشوو، موږ باید په څرگنده توگه هغه څه ووایو چې په زړونو کې ئې لرو چې اکثره وخت دتړلو دروازو ترشا ویل کیږی.

یوبل ته دغوږ نیولودوامداره کوښښ باید وشی چې له یو بل نه ئې یاد کړو ؛ دیوبل احترام وکړو ؛او دیوی گډ لاری لټون وکړو . لکه څنگه چې قران شریف موږ ته وائې، له پاک خدای نه خبر اوسی او تل رښتیا ووائې. زه به کوښښ وکړم چې دخپلی اوسی پوری رښتیا ووایم، کوم کارونه چې په مخکې لرو په هغې به کې له تواضع نه کارواخلواو پخپله عقیده ولاړیم، دیو انسان په حیث چې موږ گټی سره شریکوو ، دا دهغو قواو نه ډیری قوی دی چې موږ یو له بل نه جدا کوی .

لومړی موضوع داده چې دافراطیانو په خلاف چې په هره بڼه وی مبارزه وکړو.

ما په انقره کې دا څرگنده کړی وه چې امریکا داسلام سره په جنگ کې نده او هیڅکله به نوی . لیکن موږ به په بی رحمی سره دافراطیانو په خلاف مبارزه کووچې زموږ امنیت ته ئې جدی گواښ مخامخ کړیدی . ځکه چې موږ هغه څه ردوو چې دټولو عقائدو خلک ئې ردوی : چې هغه دبی گناه نارینه وو ، ښځو او ماشومانو وژل دی . او دجمهوررئیس په حیث دا زمالومړی وظیفه ده چې دامریکا خلک وژغورم .

په افغانستان کی اوضاع د امریکا دغه اهداف، او گډ کار ته زمونږ اړتیا ښیی.په اوو کلونو کی متحده ایالاتو د پراخ نړیوال ملاتړ سره القاعده او طالبان پسی اخیستی دی.مونږ هلته په خپله خوښه نه یو تللی، د مجبوریت له امله تللی یو: القاعده د ٢٠٠١ میلادی کال د سپتمبر په ١١ نېژدی ٣٠٠٠ تنه ووژل.

دغه قربانیان بیگناه نارینه، ښځی او ماشومان وو.خو القاعده په ډیری بیرحمی سره، هغوی ووژل، او د حملی مسؤلیت ئی په غاړه واخیست او حتی اوس هم د خپل دی عزم خبری کوی چه بیا به په ډله ئېزه توگه خلک و وژنی.هغوی په ډیرو هیوادونو کی ملگری لری او هڅه کوی چه خپل لاس وغزوی او پراخهئی کړی.دا نظرېات ندی چه بحث پری وشی – بلکه دا حقایق دی چه باید چاره ئی وشی.

تاسی باېد اشتباه ونکړئ: مونږ نه غواړو چه خپل پوځونه په افانستان کی وساتو.مونږ هلته د پوځی اډو د جوړولو په لټه کی نه یو.دا امریکا ته د غم او خواشېنی خبره ده چه زمونږ ځوان نارینه او ځوانی ښځی خپل سرونه بایلی.ددی جنگ دوام گران او په سیاسی لحاظ سخت دی.مونږ به په ډیری خوشحالی سره خپل ټول عسکر بیرته کور ته راولو که چیری وکړای شو چه دا باور پیدا کړو چی افغانستان او پاکستان کی نور هغه تندوروه افراطیان نشته چه دا عزم ئی کړی دی چی هرڅومره چه کولی شی او ورته امکان ولری هغومره به ډیر امریکایان ووژنی. خو تراوسه پورې لا داحالت ندی منځته راغلی.

همداسبب دی چی موږ د ۴٦ هېوادونو سره اېتلاف کړېدی. که څه هم ډېر لگښتونه به منځته راشی خو دامرېکا په هوډ کی به کمزوری رانشی. حقېقت دادی چې پهموږ کې هېڅوک هم باید دغه افراطیان ونه زغمی.هغوی په ډیرو هیوادونو کی خلک وژلی دی.هغوی د مختلفو مذهبونو خلک وژلی دی – او د هر بل چا نه ئی زیات مسلمانان وژلی دی.

د هغوی اعمال دانسانانو د بشری حقونو سره پخلا کیدونکی نه دی، د ملکونو د پرمختگ سرهاو د اسلام سره پخلا کیدونکی نه دی. پاک قرأن واېی : هر څوک چییوبیگناه انسان ووژنی، مانا ېې دادهلکه ټول بشریت چی ووژنی؛ او هر څوک چه یو تن وژغوری، هغه داسی ده لکه ټول بشریت ئی چې ژغورلی وی.د څه باندی یومیلیارد خلکو دا ښکلی دین د یو څو محدودو کسانو د تنگ نظرۍ او کرکی نه ډیر ستر دی.زه پوهیږم چه د تندروه افراطیت سره جگړی کی اسلام د ستونزی ېو برخه نده –بلکه د حل یوه ډېره مهمهبرخه ده.

مونږ پدی هم پوه یو چی یوازی پوځی قوت هغه ستونزی نه حل کوی چه په افغانستان او پاکستان کی ورسره مخامخ یو.همدا وجه ده چه مونږ پلان لرو چه په راتلونکو پنځو کلونو کی په هر کال کییو اعشاریه پنځه میلیارد ډالره پاکستان کی د ښونځیو، روغتونونو، لارو او تجارتونوپه جوړولو ولگوو ، او په سوونو میلیونه ډالره د هغو خلکو سره په مرستو ولگوو چه د خپلو مینو نه بی ځایه شویدی.او همدا دلیل دی چه مونږ څه باندی دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره مرسته د افغانانو سره کوو چه خپل اقتصاد په پښو ودروی او هغو خلکو تهچه ورته اړ دی خدمات اومرستی ورسوی.

اجازه راکړئ چې د عراق په مسلی وغږیږم.دافغانستان په خلاف د عراق جنگ د خپلی خوښی جنگ وو چه زما په ملک او په نړیکی ئی ډیر سخت اختلافات راوپارول.که څه هم چی زه پدی عقیده یم چه په نهایت کید عراق خلکوته بهتره ده چه دصدام حسین د استبداد نهخلاص شول، خو زه پدی عقیده هم یم چه دعراق مسله امریکا ته دا اړتیا رایادوی چه د خپلو ستونزو د حل لپاره کله چی ممکنه وی، له دېپلوماسی نه کار واخلو. واقعاً، مونږ د خپل یوهستر جمهور رئیس، تامس جفرسن، دا خبره یادولی شو چه ویل ئی :"زماامید دا دی چه زمونږ عقل به زمونږ د قوت د ډېروالی سره رشد وکړی او موږ ته به دا را وښیی چی هر څومره چید خپل زور او قوت نه لږ کار واخلو هماغومره به ستر او غټ پاتی شو."

نن ورځ، امریکا دوه مسؤلیتونه لری:له عراق سره مرسته وکړی چې بهتره آینده ولری او عراق عراقیانو ته پریږدي.ما دعراق خلکو ته په ډاگه وېلی دی چې مونږ هلته د نظامیاډو د جوړولو نېت نلرو، اود هغوی پهخاورهیا منابعو ته مو سترگی ندی پټی کړی.

د عراق حاکمیت دهغوی خپل دی. همدا وجه ده چه ما امر کړیدی چه زمونږ جنگی لیواگانی دی د راتلونکی آگست تر میاشت پوری له دغههېواد نه ووځی.همدا وجه ده چه مونږ به د عراق د حکومت سرهچی په دیموکراتیک ډول انتخاب شویدی، د خپلو موافقو رعایت وکړو او خپل جنگی قوتونه به د جولای تر میاشت پوری د عراق د ښارونو نه وباسو اوټول پوځونه به د ٢٠١٢ میلادی کاله پوری د عراق نه وباسو.مونږ به د عراق سره مرسته وکړو چه خپلی امنیتی قواوی وروزی او خپل اقتصاد ته وده ورکړی.مگر مونږ به د یوه شریک په ډول د یوه واحد او امنېت نه ډک عراق ملاتړ وکړو، نهبه د هغوی د یوه حامی په توگه ورسره معامله وکړو .

بالاخره به ، هماغسی چی امریکا نه شی کولی چی د افراطی ډلو زور زیاتی وزغمی، مونږ باید، په خپلو اصولو کیهم بدلون رانه ولو.د سپتمبر ١١ مه زموږ پههیواد کې یوه ستره او غمجنه ورځ وه. هغه ویره او غوسه چه د هغی ورځی پیښو راپاروله د پوهی وړ ده، مگر په ځینو مواردو کی ددی سبب شوه چی خپل اصول او ارزښتونه د پښو لاندی کړو.مونږ قاطع اقدامات کوو چه دا لاره بدله کړو. ما په روښانه او نه بدلیونکی ډول د امریکا له خوا د شکنجی او تعذېب استعمال منع کړیدی، او ما حکم ورکړی چه د گوانتانامو زندان د بل کال د پېل په اولو کې بند شی.

نوامریکا به له ځان نه دفاع کوی، د نورو هیوادونو د حاکمیت او د قانون د حاکمیت درناوی به کوی.او مونږ به دا کار د اسلامی ټولنو سره چه لهگواښ سره مخامخدی، په شرېک ډول کوو – ځکه هرڅومره زر چی افراطیان په اسلامی ټولنو کی ېوازې او تجرېد، کړی شی، او ورټل شی ، هماغومره زر به مونږ په امن کی شو.

د اندېښنې وړ بل ټکی چې زه غواړم خبرې ورباندې وکړم هغه د اسرائیلو، فلسطین او عربي نړۍ تر منځ روانه واضعه ده.

له سرائیلو سره د امریکا قوي اړیکې ټولو ته معلومې دي. دغه اړیکې د پرې کېدو وړ نه دي. دا په اړیکې په مشترکو تاریخي او کلتوري روابطو باندې ولاړې دي. او د یوه اسرائیلي دولت د جوړېدو تصور او امیدونه داسې غم انگیز تاریخ لري چې هیځ ورڅخه سترگې نشي پټولای.

د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې څو لسیزې د یهودانو آزار او اذیت روان و. په اروپا کې د دوی خلاف ذهنیت د یهودو د قتل عام باعث شو. سبا زه د بکن والډ کمپونو ته ورځم، چیرې چې به نازي المان یهودان شکنجه کول او وژل. شپږ میلیونه یهودان ووژل شول. دا تعداد د اسرائیلو له اوسني نفوس نه زیات دی. ددغه واقعیت ردول بې اساسه، د نادانئ او کینې ډک کار دی. د اسرائیلو د تباه کولو اخطارونه ورکول او د اسرائیلو په اړه د سپکو کلیشه يي خبرو تکرار غلط کار دی. دا یوازې د اسرائیلو په ذهنونو کې پخوانۍ د دردونو ډکې خاطرې را یادوي او د هغه سولې مخه نیسي چې دغه سیمه یې مستحقه ده.

له بلې خوا، دا هم نشي رد کېدای چې د فلسطین خلک، مسلمانان او عیسویان د خلک دولت د جوړولو په مبارزه کې کړاو گاللی دی. د شپیتو کلونو لپاره دوی د خپلې مشخصې خاورې د نه لرلو درد تیر کړی دی.

ډیر خلک د لویدېځې غاړې، د غزې او نورو گاونډیو سیمو په کمپونو کې د یوه مسئون ژوند انتظار باسي چې ت راوسه یې نه دی لیدلی. دوی هره ورځ د مختلفو ډولونو کم او زیات تحقیر او اشغال سره مخامخ دي. ځکه نو په دې کې شک نشته چې د فلسطینیانو لپاره دغه اوسنۍ وضعه د زغملو وړ نه ده. امریکا به هیڅ وخت د فلسطینیانو دغه هیلو ته چې د باشرفه ژوند او موقع او د خپل دولت د جوړولو لپاره یې لري، شا نکړي.

له څو لسیزو راهیسې دغه په ټپه ولاړ حالت روان دی: دوه تنه چې مشروع امیدونه لري او هر یو یې دردوونکی تاریخ لري او مصاله ته رسېدل یې گران کړي دي. دا ډیر آسانه کار دی چې بل چا ته گوته ونیول شي، فلسطینیان د اسرائیلو د نویو آبادیو له امله د فلسطینیانو بې ځایه کېدو ته گوته نیسي او اسرائیل بیا د تشدد هغو پیښو او حملو ته گوته نیسي چې د دوی د سرحد په داخل او له سرحد نه دباندې ورباندې کیږي. خو که موږ دغه بحران ته له یوې خوا وگورو نو موږ به پر حقیقت سترگې پټې کړي وي. د حل یوازنۍ لاره داده چې د دواړو خلکو د خپل دولت جوړولو امید پوره شي او اسرائیل او فلسطینیان دواړه وکولای شي په سوله او امن کې وژند وکړي.

دا د اسرائیلو او فلسطینیانو دواړو په گټه ده، دا د امریکا په گټه ده او دا د ټولې نړۍ په گټه ده. د همدې لپاره زه شخصا غواړم د همدې نتیجې د لاسته راوړلو لپاره کار وکړم، خو دې ته په پام سره چې دغه قضیه ډیرې زیاتې حوصلې ته ضرورت لري.

هغه مسولیتونه چې د سولې د سرک د غاړې د نقشې له مخې دواړو خواوو منلي دي، معلومداره دي. د سولې د ټینگولو لپاره دا په دوی پورې اړه لري او په موږ ټولو پورې اړه لري چې خپلو مسئولیتونو ته وفاداره پاتې شو.

فلسطینیان باید تشدد پرېږدي. د تشدد او وژنو له لارې مقاومت صحیح نه دی او دا بري ته نه رسیږي. په امریکا کې تور پوستي د څو پیړیو لپاره د غلامانو په توگه ساتل شوي وو د تبعیض او تحقیر سره مخامخ وو خو دوی خپل مساوي او ټول حقوق د تشدد له لارې لاسته را نه وړل. بلکه دا یوه د امن په فضا کې او مصممه مبارزه وه چې د دوی د بري باعث شوه.

فلسطینیان اوس باید په دې فکر وکړي چې دوی څه جوړولای شي. د فلسطین مسولین باندې خپل د حکومتدارئ ظرفیت لوړ کړي. د فلسطین ځینې خلک د حماس ملاتړ کوي. خو دغه ډله هم خپل مسئولیتونه لري. دوی هم باید د فلسطینیانو د امیدونو په پوره کولو کې مرسته وکړي او فلسطینیان متحد کړي. حماس باید تشدد پرېږدي، پخوانیو پریکړو ته غاړه کښیږدي او د اسرئیلو حقوق هم ومني.

په عین وخت کې، اسرائیلیان باید دا ومني چې په همدې ډول د اسرائیلو د موجودیت له حق نه سترگې نشي پټېدلای، په همدې ډول عیني حق فلسطینیان هم حق لري. امریکا د اسرائیلو د نورو آبادیو د جوړولو مشروعیت نه قبولوي. ددغو آبادیو جوړول د تیرو پریکړو نه سرغړونه ده او د سولې د ټینگولو په مخ کې خنډ دی او اوس هغه وخت رارسېدلی چې ددغو آبادیو د جوړولو کار بند شي.

اسرائیل هم باید خپل مسئولیت ومني او دې ته غاړه کښیږدي چې فلسطینیان هم د دغلته د ژوند کولو، کار کولو او د خپلې ټولنې د پرمخ بیولو حق لري. د غزې روان بشري بحران لکه څنگه چې د فلسطینیانو کورنۍ تباه کوي په همدې ډول د اسرائیلو امنیت ته هم گواښ پیښوي. په لویدیځه غاړه کې د نامساعد شرایط هم ستونزه ده. د فلسطینیانو د ورځني ژوند ښه کېدل باید د سولې د سرک د نقشې یوه برخه وي او اسرئیل باید دې کار ته د شرایطو د برابرولو لپاره جدي اقدام وکړي.

په پای کې عربي ملکونه باید ومني چې د عربو د سولې مذاکرات یو مهم ابتکار و خو د دوی مسئولیتونه په همد ځای نه ختمیږي. د عربو او اسرائیلو له بحران نه باید نور ددې لپاره استفاده ونشي چې له نورو مشکلاتو نه د عربي ملکونو پام واړول شي. بلکه په دې مسئله کې باید له فلسطینیانو سره د داسې ادارو په جوړولو کې مرسته وشي چې خپل دولت جوړ کړي، د اسرائیلو مشروعیت ومني او تیر وخت ته د فکر پر ځای د آیندې جوړولو ته پام وکړي.

امریکا به خپلې تگلارې له هغو سره منسجمې کړي چې سوله غواړي او په عام محضر کې هغه څه وايي چې موږ یې په خاص ډول اسرائیلو، فلسطینیانو او عربي نړۍ ته وایو. موږ سوله نشو تحمیلولای. خو په شخصي توگه، ډیر مسلمانان دا مني چې اسرائیل نشي محوه کېدای. په همدې ډول ډیر اسرائیلیان دا نظر لري چې یوه فلسطیني دولت ته ضرورت دی. اوس زموږ لپاره وخت رارسېدلی دی چې پر هغه څه عمل وکړو چې هر څوک یې حقیقت بولي.

د دریمې اندېښنې موضوع زمونږ مشترکه دلچسپي ده چې د اټومي وسلو په اړه یې د هیوادونو په حقوق او مسولیتونو کې لرو.

د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوري حکومت ترمنیځ د اټمي قدرت موضوع، د اندېښنې وړ ده. د کلونو راهیسې ایران زمونږ سره مخالفت لري او په حقیقت کې تاریخ ته په کتو سره زمونږ او د ایران د حکومت اړیکې چندان ښه نه وې. د ساړه جنګ په مینځ کې د آمریکا متحده ایالاتو د ایران د دیموکرات او انتخاب شوي حکومت په وړنګولو کې ونډه درلوده.

او د اسلامي انقلاب را په دېخواه ایران د آمریکايي ملکي او نظامي اتباعو په یرغمل نیولو او د دوی سره په تشدد کې رول لوبلوی دی. په دې تاریخ ټول پوهېږي. ددې پر ځای چې د پخواه په هکله فکر وکړو ما ایراني مشرانو ته دا په ډاګه کړه چې اوس د آمریکا حکومت د مخته تلو لپاره چمتو دی.

اوس موضوع دا نه ده چې ایران د څه شي ضد دی بلکې موضوع دا ده چې ایران خپل راتلونکی څه ډول غواړي جوړ کړي. باید ووایم چې د کلونو بې اعتمادي په دومره آسانۍ سره له مینځه نشي تلای خو مونږ به په جرات او احتیاط سره مخ پر وړاندي ځو او هڅه به کوو چې خپلې ستونزې هوارې کړو. زمونږ دوو هیوادونو ترمینځ ډیر موضوعات دي چې باید حل شي او مونږ غواړو چې دا کار پرته له کوم قید او شرط نه تر سره شي.

مونږ هر هغه اقدام ته چې پکې د دواړو هیوادونو تر منځ متقابل احترام موجود وي هرکلی وایو. خو یو خبره ټولو ته واضح ده چې د اټمي وسلو په مسله کې مونږ یو قطعي پریکړې ته رسیدلي یو. دا یواځي د آمریکا د ګټو مسله نه بلکې په منځني ختیځ کې د اټمي سیالۍ د مخنوي خبره ده ځکه چې که چیري د دغه اقداماتو مخنوي ونشي نو نړۍ او منځنی ختیځ به د ګواښ سره مخامخ شي.

زه د هغو کسانو په ادعاوو هم پوهیدلی شم چې وايي ځینې هیوادونه اټمي قدرت لري او ځینې یې هم نه لري. دا چې کوم هیواد باید اټمي قدرت ولري او کوم یې باید ونه لري، ددې انتخابول او د پریکړه صلاحیت باید یو انفرادي ملک و نه لري. په همدغه خاطر زه د امریکا په تعهد باندې په کلکه ټینګار کوم هغه دا چې د یو داسي نړۍ د مینځه ته راوړلو هڅه باید وشي چې پکښي هیڅ اټمي وسله نه وي.

او هر هیواد د ایران په شمول باید ددې حق ولري چې سوله ایزې اټمي انرژۍ ته چې د نړیوال اټمي تړون د اساساتو او معاهدو سره په تضاد کې نه وي، لاس رسۍ پیدا کړي. دا د یادې شوي معاهدې یوه مهمه او اساسي برخه ده او د ټولو له خواه باید رعایت شي. زه هیله مند یم چېد سیمې ټول هیوادونه د دغه هدف په لاسته راوړلو کې ګډې هڅې وکړي.

څلورمه موضوع چې زه به پرې خبري وکړم، دیموکراسي ده.

زه پوهېږم چې د دیموکراسۍ په وده او پرمختګ کې د تیرو څو کلو راهیسې ستونزې او لانجې پیدا شوي دي او دغه ستونزې او بحثونه اکثراْ د اعراق پر جګړې متمرکز کېږي. اجازه راکړی چې یوه خبره واضیح کړم چې هیڅ یو سیستم او حکومت د یو نظام له خواه پر بل ملک نشي تحمیلېدلای.

زما تعهد به د هغو هیوادونو پر وړاندې چې د خپل ملک د وګړو د غوښتنو سره سم عمل کوي، نه کمزوری کېږي. کلتورونو اوخلګو ته په کتو سره هر هیواد ځان ته یو بیله طریقه لري چې د خپلو خلګو غوښتنې پرځای کړي.

امریکا د دې دعوا نه کوي چې د هرچا او هرهیواد په ښېګنه ښه پوهیږي. خو زه یوه نه بدلیدونکی عقیده لرم چې ټول خلګو د معینو او مشخصو شیانو غوښتنه لري لکه د خپل نظر د څرګندولو حق، د قانون پلي کیدل او نافذیدل، د عادل حکومت منیځ ته راتلل، شفافه حکومت چې د خپلو خلګو سره درغلي ونکړي او د خلګو لپاره د ژوند آزادي. دا يواځي آمریکايي مفکورې نه بلکې د بشر د حقوقو رعایتول دي او په همدغه دلیل به یې مونږ په هر ځای کې ملاتړ کوو.

XS
SM
MD
LG