د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما وینا او د عربو نظریات


خلکو د قاهری په یوې کافي کې تلویزن په دقت سره کاته مگر د فوټبال میچ ته ئې هیڅ توجه نه کوله .اسلامی نړۍ ته دجمهوررئیس اوباما وینا چې ددوی په پلرنی ښارگوټی کې ئې وکړه ، په دوی باندی ډیره اغیزه کړې وه.

ددغې کافی څښتن صلاح منصور پدی باره کې خپل نظر داسی څرگند کړ: که هغه موږ ته له خپل زړه نه خبری کوی نو زموږ زړونو ته به لار پیدا کړی.

د ښاغلې اوباما ماموریت دا و چې څه دپاسه دیومیلیار مسلمانانو زړونو لاس ته راوړی .

ښاغلې اوباما دقاهری په پوهنتون کې څه دپاسه درو زرو مصریانوته ویناوکړه . هغه داسلامی ملکونو سره دامریکا په روابطورڼا واچوله مگر داسرائیلو او فلسطین جنجال او دډیموکراتیکو اصلاحاتو موضوعات ئې هم راپورته کړل . دغه وینا له دولتی تلویزن نه خپریده او عربی ته ئې اړولی وه .

جمهوررئیس چې په ماشوم والی کې ئې څو کاله په اندونیزیا کې تیرکړی،څوځلی ئې دقران شریف ماخذ ورکړ. جمهوررئیس بارک اوباما وائې:

قران شریف موږته ددی درس راکوی چې که یو څوک یو بی گناه کس ووژنی نو ددی معنئ دا ده چې ټول بشرئې وژلی دی . او قران کریم دا هم وائې، که یوڅوک یوکس وژغوری نو ددی معنئ دا ده چې ټول بشرئې ژغورلی دی .

کله چې ښاغلې اوباما وویل چې امر یې کړیدی چې دراتلونکی کال په سر کې دی دگوانتانامو زندان وتړل شی نو پدی خبری په کافی کې ناستو کسانو دخوشحالی نه چکچکی وکړې. هرځل چې هغه دقران شریف نوم یاداوه نودوی هیله څرگندوله. ځینوعلاقه نه ښودله ، ځینی چرتی معلومیدل او نورو ویلی، دوی هیله من دی .

دانگریزی ژبی یو ښونکی نگدی ناگی وویل، دبوش دحکومت پالیسو هغه دی مرحلی ته راوست چې غواړی دامریکا هرشی ردکړی مگر دجمهوررئیس ویناته دغوږ نیولو نه وروسته اوس دی غواړی چې امریکا ته سفر وکړی. نگدی ناگی وائې: مخکې زماخوښه نه وه چې امریکا ته سفروکړم مگر اوس زه غواړم . زه خوشحاله نه اوم چې سفارت ته ولاړشم مگر اوس خپل ځان هڅوم چې سفارت ته ولاړشم او هغه وگورم .

دکافی څښتن صلاح منصور وائې، دجمهوررئیس وینا کامیابه وه :

په دغې ویناسره هغه دخلکوزړونو ته لار پیدا کړه . زموږ دخلکوهغه څوک خوښ دی چې صادق ئې او دوی ته سپینی خبری وکړی او خپل زړه ورته خلاص کړی او ښی خبری وکړی مگر دعمل سره .

ټول خلک عمل ته انتظار اوباسی . مگر په دغه کافی کې ډیرکسان دا احساس کوی چې دمنځنی ختیځ سوله ښائې دامریکا دنوی سټراټیجی رښتینی برخه وی .

XS
SM
MD
LG