د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې ٢ عالي رتبه طالبان وژل شوي


د پاکستان پوځ وايي، تندروانو د دوی پر یوه کاروان باندې حمله کړې او له پوځ سره بندي دوه عالي رتبه طالبان پکې وژل شوي دي.

پوځ وايي، په دغه کاروان کې دوه بندي طالبان له ملکنډ نه پیښور ته انتقالېدل چې پر لاره د سرک د غاړې په بم وربرابر شو. وروسته تندروانو پر عسکرو ډزې پیل کړې. یو عسکر ووژل شو او پنځه نور ټپیان شول.

د پاکستان مقامات وايي، په دغه حمله کې محمد عالم او امیر عزت وژل شوي دي.

محمد عالم مخکې د تحریک نفاذ شریعت محمدي مرستیال و او امیر عزت ددغه ډلې ویاند و. دغه دواړو د پنجشنبې په ورځ نیول شوي وو.

ددغه ډلې مشر مولانا صوفي محمد څه موده مخکې له حکومت سره تړون امضا کړ چې په سوات کې د شریعت د عملي کولو په مقابل کې د ده ملگري وسلې پر ځمکه ږدي خو دغه تړون وروسته ناکام شو.

د لاهور په پوهنتون کې د سیاسي چارو ماهر رسول بخش د پاکستان یوه تلویزیون ته ویلي چې طالبانو شاید قصداً دغه کسان وژلي وي تر څو پوځ د طالبانو په اړه ډیر معلومات تر لاسه نکړي.

پرون د بر دیر په یوه مسجد کې د بم چاودنې لږ تر لږه ٣٨ تنه ووژل.

XS
SM
MD
LG