د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او سرکوزې د منځني ختیځ په اړه موافقه وکړه


جمهور رئیس اوباما او د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سرکوزې موافقه کړې چې په کار ده د منځني ختیځ د سولې لپاره جدي اقدامات وشي او د ایران مخه ونیول شي چې اتومي وسله جوړه نه کړي.

دواړه مشرانو نن له نازي آلمان نه د فرانسې د آزادولو د ٦٥مې کلیزې په درشل کې خبرې وکړې.

جمهور رئیس سرکوزې د ایران د جمهور رئیس دا خبره چې اسرائیل به د نړۍ له نقشې نه محوه شي، لیونتون وباله. سرکوزې همدارنگه د جمهور رئیس اوباما ددې خبرې ملاتړ وکړ چې اسرائیل دې په لویدیځه غاړه کې د نورو آبادویو د جوړولو نه لاس واخلي.

جمهور رئیس اوباما پر فلسطینیانو هم غږ کړی دی چې له تشدد نه لاس واخلي او پر خپلو تیرو ژمنو ودریږي.

دواړو مشرانو په اقتصادي او ځینو نورو برخو کې د همکارئ په زیاتولو موافقه وکړه.

XS
SM
MD
LG