د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د اوباما وینا تشې خبرې وې


طالبانو ویلي دي چې اسلامي نړۍ ته د جمهور رئیس اوباما د وینا هدف دا وو چې په عراق او افغانستان کې د امریکا د عسکرو موجودیت مشروع وښيي.

په افغانستان کې طالبانو مطبوعاتو ته په شدیدو الفاظو کې یوه بیانیه لېږلې او ویلي یې دي چې د ښاغلي اوباما دغه وینا له تشو خبرو پرته بل څه نه وو.

ښاغلي اوباما د پنجشنبې په ورځ په مصر کې د خبرو پر وخت د اسلامي نړۍ او امریکا تر منځ د اړیکو د یوه نوي پیل غږ وکړ.

طالبانو د جمعې په ورځ، پر ښاغلي اوباما تور ولگاوه چې غواړي په اسلامي نړۍ کې نفاق پیدا کړي او ویلي یې دي چې د اسلامي سخت دریځو په خلاف د امریکا جنگ په اصل کې د ټولو مسلمانانو په خلاف دی.

طالبانو ویلي، په افغانستان کې د ناامني اصلي علت په دغه ملک کې امریکا موجودیت دی او ویلي یې دي که امریکايي عسکر له دغه ملک نه ووځي نو افغانان به هیچا ته خطر پیښ نه کړي.

XS
SM
MD
LG