د لاس رسي وړ اتصالات

فاریاب او پکتیکا کې ۵ پولیس وژل شوي


په افغانستان کی محلی چارواکی وایی چی طالبانو نن په دوو جلا حملو کی پنځه پولیس وژلي دي.

د فاریاب د ولایت یو چارواکی وایی چی طالبانو د پولیسو په یوی پوستی حمله وکړه او څلور تنه پولیس یی ووژل.

افغان چارواکی وایی چی په یوه جلا پیښه کی طالبانو د پکتیکا په ولایت کی د سر روضې ولسوالۍ د امنیې قومندان په یوه حمله کی وژلی دی.

د شنبی په ورځ یوه ځان مرگی چی په موټر سایکل سپور ؤ د کندهار ولایت په سپین بولدک کی لږ تر لږه دری تنه ووژل او اته تنه نتور یی چی په هغو کی ښځی او ماشومان هم وو زخمی کړل.

XS
SM
MD
LG