د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان وروستنی تاو تریخوالی


د پاکستان په شمال لویدیځ کې د ملیشه وسله والو د دوو لوړپوړو غړو له وژل کیدو څخه څو ساعته وروسته د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پولیسو پر یوې حوزې باندې په یو ځان وژوونکي برید کې دوه پولیس منصبدار ووژل شول.

د شنبې په ورځ یو ځان وژونکي چې د چاودیدونکو موادو ډک واسکټ یې اغوستی و، د اسلام د پولیسو پر یوې حوزې برید وکړ او وروسته له دې چې د پولیسو د منصبدارانو له خوا په ډزو وویشتل شو خپل ځان یې د حوزې په حویلۍ کې پر چاودیدونکو موادو والوزاوه.

د پولیسو د حوزې سر مامور وایي: "چاودنه لس پنځه لس دقیقې مخکې وشوه، مونږ دا تائیدوو چې دا یوه ځان وژونکی برید و. هغه د ودانۍ له شا نه راغی."

په پیښه کې دوه منصبدار ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول. دا پیښه چې د شنبې په ماښام د اسلام اباد یوې مسکوني سیمې ته نژدې د عاجلو پیښو په وړاندې د مقابلې پولیسو په مرکز کې وشوه، سمدستي چا مسولیت په غاړه نه و اخیستی.

دا بمي پیښه د پاکستان پر ښارونو باندې د بریدونو د لړۍ وروستۍ پیښه ده چې چارواکي وایي د سوات په درې او شاوخوا سیمو کې د طالبانو ضد عملیاتو په غچ کې ملیشه وسله وال دا بریدونه تر سره کوي.

له بلې خوا د جمعې په ورځ یو برید کوونکي چې د چاودیدونکو موادو ډک واسکټ یې اغوستی و، په دیر کې یې د یو سوني جومات دننه ځان والوزاوه، لږ تر لږه دری دیرش کسان یې ووژل او څلویښت یې ټپیان کړل.

رپوټ وایي چې د دیر د پیښې مسوولیت هم چا نه و اخیستی خو د سیمه ایز حکومت مامورینو طالبان په دې کار ملامت کړل او ویې ویل چې ښایي دا کار په سوات کې د ملیشو پر ضد د پاکستان د اردو د عملیاتو په غچ کې ترسره شوی وي.

په داسې حال کې چې اکثر بمي بریدونه امنیتي ځواکونو ته متوجه دي، ملیشو پر ملکي هدفونو هم بریدونه کړي دي چې وروستنی مثال یې په پیښور کې پر یو مارکیټ باندې برید و چې شپږ ملکي کسان په کې ووژل شول.

رپوټ وایي چې پر ملکي اهدافو باندې د بریدونو انگیزه روښانه نه ده خو ښایي دا په دې خاطر وي چې د پوځي عملیاتو په اړه د خلکو پلويراکمه کړي.

واشنگټن په کلکه د پوځي عملیاتو پلوي کوي او هغه د القاعده او طالبانو په وړاندې په مبارزه کې چې په گاونډي هیواد افغانسنتان کې پر ائیتلافي ځواکونو بریدونه کوي، د پاکستان لپاره دغه عملیات یو ازمون گڼي.

خو کچیرې د پاکستان حکومت ونه شي کړای چې نژدې درې میلونه مهاجر چې د جگړو په وجه بې ځایه شوي بیرته ځای پر ځای کړي، ښایي د عملیاتو لپاره پراخه پلوي نیمگړې شي.

د پاکستان د اردو ویاند وايي تر اوسه په جگړو کې د طالبانو د څو لوړپوړو مشرانو په گډون دیارلس سوه ملیشه سخت دریځ او یوسلو پنځه عسکر وژل شوي دي.

د تیرې جمعې په ورځ افغانستان او پاکستان ته د امریکا خاص استازي ریچارد هولبروک وویل، داسې ښکاري چې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې سوات له ملیشوو پاکیږي خو د مهاجرو بحران به ښایي د بریالیتوب لپاره یو واقعي ازمون وي.

اردو وایي د تیرې اونۍ په عملیاتو کې په عمده مسکوني مرکزونو او د درې په لور په سړکونو کې د طالبانو موجودیت پای ته رسیدلی، خو یو څه تاوتریخوالی ښایي تر یوه وخته دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG