د لاس رسي وړ اتصالات

عامو خلکو د طالبانو پر پوستو حملې کړي


د پاکستان په صوبه سرحد کی چارواکی وایی چی په سل گونو کلیوالو د سیمی په یوه جومات کی د جمعی د ورځی د ځان مرگی حملی د کسات اخیستو لپاره یی د طالبانو په ټینگو مرچلو باندی حملی کړی دی.

د بر دیر یو حکومتی مامور وویل چی کوم ۴٠٠ کلیوالو نن د لښکر په نامه یوه ملیشه یی قوه جوړه کړه او لږ ترلږه اوه تنه یاغیان یی ووژل او هغه کورونه یی ړنگ کړی چی طالبان پکی اوسیدل.

دغه مامور وویل چی کلیوال ملیشو دری کلی تسخیر کړی او د یاغیانو یوه ډله یی محاصره کړی ده.

دغه سیمه د سوات دری ته نژدی ده چی حکومت د یوی میاشتی راهیسی د طالبانو پرخلاف جگړه پیل کړی ده.

د جمعی په ورځ یوه ځان مرگی د بر دیر په یوه جومات کی د بم حمله وکړه چی لږ تر لږه ٣٨ تنه یی ووژل.

که څه هم د دی حملی مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی ،خو محلی چارواکی وایی چی گمان کوی دغه حمله یاغیانو د هغوی پرخلاف د پوځی عملیاتو د کسات اخیستو لپاره کړی وی.

XS
SM
MD
LG