د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: فلسطینیانو سره باید حکومت جوړولو کې مرسته وشي


د امرېکا دمنځنی ختېځ استاځی جورج مېچل واېې چې بسپنه ورکوونکی هېوادونه باېد فلسطېن ته دومره مرستی ورکړی چې هغوی ېوداسی حومت جوړکړی چې عملی اقدامات کولی شی.

مېچل، ددوشنبی په ورځ په اوسلو کې د فلسطېنېانو لپاره د بسپنو په راټولولو کې، په دې ټېنگار وکړ چې په فلسطېن کې د حکومت دکار کفاېت زېاتول، اودمدنی موسساتو جوړول ډېر اهمېت لری.

رپوټ واېې چې مېچل اوس منځنی ختېځ ته روان دی چې له اسراېېلو، فلسطېن ، اوردن او مصر سره خبری وکړی.

مېچل دامرېکا درېځ تکرار کړ او وې وېل چې پکارده داسراېېلو او فلسطېن د شخړی داوارولو لپاره دوه دولتونه جوړ شی اوهمداېې د حل لاره ده. دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما په خپله وېنا کې د جلا فلسطېنی دولت دتاسېس لپاره چې داسراېېلو ترڅنگ به وی په قاهره کې په خپله وېنا کې غږ وکړ.

هغه تېره اونی په قاهره کې اسلامی دنېا ته وېنا وکړه. ښاغلی اوباما ووېل چې پکارده فلسطېن له تشدد نه لاس واخلی. اواسراېېل باېد داومنی چې فلسطېنېان حق لری ژوندو کړی.

ېورپوټ واېلی وو چې د صومالېی دېاغېانو مشر، ېکشنبی په ورځ مړشوېدی. خو اوسنی رپوټ واېې چې شېخ حسن ضاهر آوېس د صومالېې په پاېتخت موگادېشو کې په ېوه خبری کنفرانس کی گډون وکړ او له خبرېالانو سره ېې خبری وکړی.

هغه ددوشنبی په ورځ له خبرېالانوسره ېوه ورځ وروسته له هغه نه خبری وکړی چې د روېټر خبری اژانس دارپوټ ورکړ چې ښاېې هغه د مرکزی صومالېې په جگړو کې د جمعی په ورځ وژل شوی وی.

هغه خبرېال چې شېخ حسن ېې لېدلی وی دامرېکا غږ د صومالېې خپرونی ته ېې ووېل چې شېخ حسن اوېس کنفرانس ته راغی او روغ جوړ ښکارېده. هغه د خپل مرگ په اوازوباندی بحث ونکړ . ددی په ځای هغه داسلامی ډلو ترمنځ په جگړو باندی بحث وکړ . په تېره په خپل گوندی باندی چې حزب الاسلام نومېږی او په هغو نورو قوتونو باندی چې د صومالېې د حکومت ملاتړ کوی.

دموگادېشو دتېری مېاشت په جگړو کې تردوو سوونه زېات کسان وژل شوېدی او تقرېبا ٨٦ زره کسان ېې له خپلو کورو نو نه وتلی دی.

شېخ حسن اوېس پرحکومت انتقاد وکړ او هغه د نقلی سروزرو په څېر وباله.

XS
SM
MD
LG