د لاس رسي وړ اتصالات

پولېسانو په زابل کې شل طالبان ووژل


د افغانستان چارواکی واېې چې پولېسو شل تنه طالبان په زابل کې دېوې ورځی اوږدی او سختی جگړی په ترڅ کې ووژل.

د کورنېو چارو وزارت ددوشنبی په ورځ ووېل چې افراطېانو ېو پولېس هغه وخت وواژه چې کله دهغه د گزمی په موټر باندی د سړک د غاړی په بم وربرابر شو.

دا جگړه د ېکشنبی په ورځ وشوه.

همدارنگه د ېکشنبی په ورځ ېوه چارواکی ووېل چې په پکتېکاکی طالبانو د پولېسو قوماندان هغه وخت وواژه چې هغه د سرروضی اولسوالی ته روان و.

رپوټ واېې چی طالبانو د شخصی امنېتی محافظېونه له جملی نه هم په پکتېکا کې څلور کسان ووژل.

په فارېاب کې چارواکی واېې چې افراطېانو په ېوه امنېتی پوسته باندی حمله وکړله او څلور پولېس ېې ووژل.

XS
SM
MD
LG