د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې ٦٠ طالبان وژل شوي


د افغانستان په جنوب کې مقامات وائې، محلی او خارجی عسکرو په تیره هفته کې ترشپیتو تنو پوری افراطیان وژلی دی چې دا دهغو عملیاتویوه برخه ده چې دیاغیانو په خلاف ئې زور اخیستی دی . دامریکا تقرییآ اوه زره اضافی عسکر دافغانستان په نا ارامه جنوب کې ځای په ځای کیږی.

د افغانستان د امنیتی چارو لوړ رتبه ماموران وايي، تیره هفته د زابل په ولایت کې جنگونه شوي و چې محلي او خارجي عسکرو په گډه په لسگونو افراطي طالبان وژلي وو چې په دې کې د دوی مهم قوماندانان هم شامل وو.

د زابل د ولایت د پولیسو قوماندان جنرال عبدالرحیم سرجنگ امریکا غږ ته وویل، امنیتی قواو دولایت په ټولو ولسوالیو کې د افراطیانو په مرکزونو باندی حملی کړی وی او په ځینو سیمو کې لاتراوسه جنگ روان دی . جنرال سرجنگ وائې:

افغان او ائتلاف قواو پتیلی ده چې ترهغې پوری په دښمن باندی حملی کوی ترڅو چې سیمه ئې له افراطیانونه خلاصه کړی نوی . دی وائې په جنگ کې دوه محلی عسکر وژل شوی او دوه نور زخمیان دی .

دپولیسو قوماندان وائې، دټولو هغو افراطیانو مړی قومی او مذهبی مشرانو ته ورکړل شول چې په دغه جنگ کې وژل شوی وو چې خاورو ته ئې وسپاری. د طالبانو ادعائې رد کړه چې وائې، وژل شوی کسان ملکیان وو.

یاغیان په زابل او نورو جنوبی ولایتونو کې په محلی او د امریکا په مشری په بین المللی قواوباندی چې هلته ځای په ځای شویدی، پرله پسی حملې کوي.

د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما دجمهوری ریاست مقام ته درسیدونه سمدستی وروسته امروکړچې په روان کال کې دی په افغانستان کې یوویشت زره اضافی عسکرځای په ځای شی او څوزره ئې لا پخوا دغه هیواد ته رسیدلی دی . سیمه ایزه نظامی قوماندانان وائې، اکثره نوی عسکر به په جنوبی ولایتونوکې ځای په ځای شی چې ددی ډاډ ورکړی چې افراطی طالبانو ته ماتی ورکوی .

په افغانستان کې دامریکائې قواو نطاق ډگروال گریگ جولین وائې:

د اضافی هلیکپټرو سره ېوځای دری زره پنځه سوه امریکائې عسکر لا پخوا کندهار ته رسیدلی دی. لس زره سمندری پلی عسکر روان دی اوپه راتلونکی یوه نیمه میاشت کې به را ورسیږی. دوی به په اساسی توگه د هلمند په ولایت کې ځای په ځای شی مگر د فراه په ولایت کې به هم واچول شی. او له دی نه وروسته به دری زره پنځه سوه عسکر کندهارته ورسیږی او ددغه ولایت په کلیوالو سمیو کې به ځای په ځای شی .

دافغانستان ځینی جنوبی ولایتونه دپاکستان سره مستقیم سرحد لری چې گمان کیږی افراطیان پکی مرکزونه لری اوله سرحدنه اوړی په افغانستان کې حملی کوی .

دافغانستان په سرحدی سیموکې دامریکا داضافی عسکرو دځای په ځای کولو په باره کې پاکستانی ماموران اندیښنه لری. دوی له ډیر پخوانه پدی عقیده دی چې هغو افراطیانو په پاکستان کې افراطیانو ته قوت ورکړچې په افغانستان کې دامریکا په مشری له حملونه وتښتیدل اودپاکستان په سرحدی سیموکې پټ شول. دپاکستان ملکی او نظامی مشران وائې، دائتلاف قواوی باید دهغو افراطیانو مخه ونیسی چې له سرحدنه دپاکستان خواته اوړی یابه دا دپاکستان هغه کوښښونه پیچلی کړی چې دېاغیانو په خلاف ئې کوی.

دپاکستان او افغانستان لپاره دامریکاخاص استازی ریچرد هولبروک دجمعی په ورځ په اسلام اباد کې دخبرو په ترڅ کې دپاکستان مشرانوته ډاډ ورکړچې واشنگټمن په دغه موضوع باندی غورکوی . ښاغلئ هولبرو ک وائې:

موږ اندیښنه لرو چې دابه دتیر وخت په شان یو څه اغیزه وکړی . دا یوه له موضوعاتونه ده چې موږباید ورباندی خبری وکړو . مگر یوشی چې مهم دی هغه دادی چې دایساف قواوی دپاکستان دسرحد سره نژدی عملیات کوی چې پکار ده په هروخت کې دهغې تاثیر په پاکستان باندی په نظر کې ونیول شی .

په داسی حال کې چې رپوټونه وائې، په روان کال کې دیاغیانو په حملو کې دامریکا اویا (٧٠ ) عسکروژل شویدی، دملکیانو تلفات هم زیات شویدی . افغانان او ددوی مشران په خاصه جمهوررئیس حامد کرزی ورباندی پدی وروستیومیاشتوکې انتقادونه کړیدی .

امریکائې مشران وائې، دوی دملکیانو دتلفاتوپه باره کې اندیښمن دی . په افغانستان کې دامریکا نوی قوماندان ډگر جنرال سټینلی مک کرسټل تیره هفته دامریکا کانگرس ته وویل، مؤثره اقدام به ددښمن دوژلوشمیرنوی . دا به له تاوتریخوالی نه دافغانانو ژغورل وی .

XS
SM
MD
LG