د لاس رسي وړ اتصالات

د گوانتانامو لومړنی قیدي امریکا ته داخل شو


د لومړي ځل لپاره امریکايي مقاماتو د گوانتانامو یو قیدي امریکا ته انتقال کړی دی.

د امریکا د عدلیې د وزارت چارواکو وویل، د احمد گیلاني په نامه دغه بندي نن نیویارک ته را ورسېد او په دې تور به محاکمه شي چې لس کاله مخکې یې په افریقا کې د امریکا په سفارتونو کې په چاودنو کې لاس درلود.

گیلاني به د گوانتانامو لومړنی قیدي وي چې د امریکا په ملکي محکمو کې به محاکمه شي. دا کار د جمهور رئیس اوباما د هغه پلان لپاره یو امتحان دی چې غواړي په آینده اوو میاشتو کې د گوانتانامو زندان وتړي او ځینې بندیان یې د محاکمې لپاره را انتقال کړي.

احمد گیلاني د تنزانیان دی او په ١٩٩٨م کال کې په کینیا او تنزانیا کې د امریکا په سفارتونو کې د القاعدې د بمي چاودنو په تړاو ونیول شو. په دغو دوو چاودنو کې لږ تر لږه دوه سوه تنه ووژل شول.

CIA: د تحقیقاتو افشا کول ملي امنیت ته خطر دی

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې CIA محکمې ته ویلي دي که د پخواني جمهور رئیس بوش په وخت له مشکوکو ترهگرو نه د CIA د تحقیقاتو اسناد خپاره شي نو دا به د ملک ملي امنیت په خطر کې واچوي.

په هغه خط کې چې د CIA رئیس لیون پنیټا د په نیویارک کې یوه فدرالي قاضي ته لیکلی دی، ویل شوي که دغه اسناد خپاره شي نو دا به د امریکا دښمنانو ته دا معلومات په لاس ورکړي چې د دوی په اړه کوم معلوم په څه ډول تر لاسه شوي دي. پنیټا ويلي دي، دا کار به القاعده ته ددې وسیله برابره کړي چې ډیر نور خلک جلب او جذب کړي.

د امریکا د فردي آزادئ اتحادیې محکمې ته عریضه کړې او ددغو اسناد د خپرېدو غوښتنه یې کړې ده. په دې کې هغه ٩٢ ویډیو کسیټونه هم شامل دي چې په ٢٠٠٢م کال کې له بندیانو نه د CIA د تحقیقاتو جریان پکې ثبت شوی دی.

په ٢٠٠٥م کال کې CIA اعلان وکړ چې دغه ویډیو کسیټونه له منځه وړي. داسې باور کیږي چې په دغو ویډیو کسیټونو کې ثبت دي چې له قیدیانو نه په ناوړه توگه تحقیقات کیږي. د مثال په ډول، قیدیانو ته په اوبو کې غوپې ورکول کیږي.

د امریکا د فردي آزادئ اتحادیې د هغو تصویرونو د خپرېدو غوښتنه هم کړې ده چې ښيي په افغانستان او عراق کې بندیان شکنجه شوي دي.

جمهور رئیس اوباما ویلي، ددغو عکسونو د خپرېدو مخه نیسي، ځکه چې دا د جنگ په دغو سیمو کې د امریکا د عسکرو ژوند په خطر کې اچوي.

XS
SM
MD
LG