د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کې زوروره چاودنه شوې ده


پولیس وايي، د پیښور ښار په یوه لوی هوټل کې چاودنه شوې، لږ تر لږه پنځه تنه پکې وژل شوي او ٢٥ نور زخمي شوي دي.

دغه چاودنه نن د شپې ناوخته د پیرل کانټیننټل په هوټل کې وشوه. په تلویزیون کې تصویرونه ښيي چې پر سرک باندې هرې خوا ته د نړېدلي ودانۍ خاورې خځلې پرتې دي او امبولانسونه ولاړ دي.

عیني شاهدان وايي، چاودنه د هوټل شاته د موټرو په تم ځای کې شوې ده خو تر اوسه دا نده معلومه چې چاودېدونکي مواد په موټر کې ایښودل شوي وو. په پیښه کې په لسگونو موټر هم تباه شوي دي.

په تیر نومبر کې د القاعده مشکوکو غړو د اسلام آباد د ماریټ په هوټل کې چاودنه وکړه او تر ٥٠ زیات کسان یې ووژل.

چارواکي وايي، په پاکستان کې د بمي حملو دغه لړۍ په سوات کې د طالبانو په خلاف د پوځ د عملیاتو د کسات اخیستلو دپاره کیږي.

XS
SM
MD
LG