د لاس رسي وړ اتصالات

د پیښور په هوټل کې په نورو مړو پسې لټه کیږي 


پاکستانی مقامات لگیاديکوښښ کوي چېدپیښور دپیرل کانټیننټل هوټل په سوځیدلی ودانئ کی نور مړياو زخمیان ولټوي.

په هغه ځان وژونکي حمله کې چې وسله والو سړو دسه شنبی په ماخستن وکړه پنځلس کسان وژل شوي او تقریبا اویا تنه زخمیان دي. حمله کوونکو دبمونو نه ډک موټر دهوټل په احاطه کی وچاوه.

هغه عکسونه چېدهوټل د امنیتيکمرو په وسیله اخیستل شويديښیي چېیو موټر ناڅاپه د هوټل دعموميدروازېنه تیریږی او د ټوپکو ډزېورسره سمدستي یې شروع کیږي.

دبمونو نه ډک موټر هوټل ته ورننوځياو دموټرو په تم ځای کې خلاصیږي. دهوټل یوه برخه کاملاً ویجاړه شوېده.

ملگری ملتونهوايي چېدوه خارجيماموران یېد پیښور دپیرل کانټیننټل په حمله کی مړه شويدي یو یېدسربیا واو بل یېدفلیپین و.

دواړو دملگرو ملتونو دمهاجرو او ماشومانو دادارو لپاره کار کاوه. دپاکستان جمهور ریس اصف علی زردارياو صدراعظم یوسف رضا گیلاني دغه چاودنه وغندله او قول یی وکړ چه اسلام آباد به د ټروریزم په خلاف خپل جنگ ته دوام ورکوي.

دملگرو ملتونو عموميمنشی بانکیمون هم دا حمله وغندله. تراوسه پوری هیچا ددېحملېمسوولیت په غاړه نه دی اخیستلی.

XS
SM
MD
LG