د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: د افغانستان وضعې ته خوشبین یم


نن د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان وضعې ته خوشبیني ښودلې ده.

ورځپاڼې د دفاع وزیر رابرټ گیټس د سه شنبې د ورځې په خبره خپل مقاله پیل کړه ده چې وايي، په افغانستان کې روانې جگړې ته تر بل هر وخت ډیر خوشبین دی او زیاته کړې یې ده چې په آینده یوه کال کې به داسې پرمختگونه وشي چې ډیر امریکایان به ددغه مبارزې ملاتړ وکړي.

د امریکا د سنا جرگې مخې ته د رابرټ گیټس دې تازه خبرو د هغه له تیرو څرگندونو د نورو عالي رتبه امریکايي پوځي قومندانانو له څرگندونو نه توپیر درلود چې ویل یې، په افغانستان کې وضعه ډیره بحراني او مخ په خرابېدو روانه ده.

نیویارک ټایمز لیکي، که څه هم ښاغلي گیټس داسې ډیر لږ دلایل وړاندې کړل چې ولې د افغانستان مسئلې ته خوشبین شوی دی خو دومره یې وویل چې په سوات کې د پاکستان د پوځ عملیاتو آیندې ته خوشبین کړی دی.

له دې عملیاتو مخکې، پاکستان له هغو طالبانو سره جنجال نه غوښته چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې یې مرکزونه جوړ کړي وو خو اوس د سرحد په دواړوو خواوو کې په جگړه بوخت دي.

ښاغلی گیټس وايي: "په سوات او نورو سیمو کې د تندروانو په خلاف د پاکستان د پوځ وروستي اقدامات یو مهم پرمختگ دی. او دا چې اوس افغانان، پاکستانیان او موږ کولای شو ددې مشکل په خلاف په گډه مبارزه وکړو، زه یې د افغانستان آیندې ته تر بل هر وخت خوشبین کړی یم".

نیویارک ټایمز لیکي، ښاغلي گیټس د هغو پاکستاني مهاجرو خبره یاده نده کړه چې په سوات او شاووخوا سیمو کې د پوځ د عملیاتو په وجه یې خپل کورونه پرې ایښي دي. گیټس وویل، همدا نن سهار یې په افغانستان کې له امریکايي قومندانانو سره په تلیفون باندې د خبرو په نتیجه کې دا معلومه کړه چې په تیرو ٣٠ کلونو کې په لومړي ځل افغانستان په روان کال کې دې ته ضرورت نه لري چې له بهر نه غنم وارد کړي ځکه چې خپل د غلې حاصلات یې زیات دي.

ورځپاڼه لیکي، د سنا د مجلس په دغې استماعیه غونډه کې د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې رئیس ستر جنرال مایک مولن هم حاضر و. مولن وویل، امریکا ته په کار دي چې په آینده یو، یو نیم کال کې په افغانستان کې دجگړې وضعیت بدل کړي او د ملکي خلکو د وژل کېدو مخه ونیول شي.

جنرال مولن وویل: "هر څومره چې موږ د ملکي تلفاتو مخه ونیسو ملاتړ مو زیاتیږي او که دا کار ونشي زموږ نوې ستراتیژئ ته تاوان پیښیږي".

کرسشن ساینس مونیټر: قاچاقچیان تشدد ته لمن وهي

د کرسشن ساینس مونیټر ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په جنوب کې چې د طالبانو په خلاف د جگړې مرکز گڼل کیږي، غربي قواوې کوښښ کوي د جگړې په تکتیکونو کې بدلون راولي او ډیره توجه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته واړوي.

ورځپاڼه لیکي، پر دغه ٨٠٠ میله اوږد مشترک سرحد باندې چې د نیمروز، زابل، کندهار او هلمند ولایتونه لاره ورباندې سپره ده، هره ورځ له ٢٥ زرو زیات کسان تیریږي. په دغو خلکو کې ځینې داسې کسان هم شته چې له تشدد سره مرسته کوي. دوی وسلې او د طالبانو جنگیالي په قاچاق له سرحد نه تیروي او یا خو د نشيي موادو قاچاق کوي او گټه یې د یاغیانو فعالیت ته رسیږي.

کرسشن ساینس مونیټر لیکي، امریکا اوس کوښښ کوي د افغانستان سرحدي قوه ددې وړ کړي چې ددغه قاچاق مخه ونیسي. دغه قوې لا تر اوسه په دې برخه کې کافي مسلکي روزنه نه ده لیدلې.

ورځپاڼه لیکي، تر اوسه پورې یوازې د سرحدي پولیسو کم شمیر صاحب منصبان په رسمي ډول روزل شوي او ډیر نور بې یې په آینده څو میاشتو کې وروزل شي.

امریکايي پوځي قومندانان چې ددغو پولیسو د روزنې مسولیت لري دا مني چې په سرحدي قوې کې داسې پولیس شته چې غیر مسلکي او او په اداري فساد کې لاس لري. خو ټینگار کوي چې د منابعو، روزنې له زیاتېدو او د وخت له تیرېدو سره به دغه حالت بهتر شي.

XS
SM
MD
LG