د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې د عسکرو او یاغیانو تر منځ جگړه روانه ده


ناتو وایی چی افغان او د دوی عسکرو د افغانستان په شمال کی په طالبانو باندی په یوه غټه حمله کی ښه ډیر شمیر یاغیان وژلي دي.

ناتو وویل چی دا عملیات یې پرون د چهارشنبې په ورځ د بادغیس د ولایت د بالا مرغاب درې ته نژدې پیل کړي دي. د ناتو اتحاد دا هم ویلي دي چی افغان او ناتو قواوي اوس په دې سیمي باندی ستراتیژیکي کنټرول لری چی د ټول ولایت د امنیت د پاره ډیر ضروري دی.

په یوه بل خبر کی د افغانستان ددفاع وزارت ویلي دي چی پرون د بغلان په ولایت کی په جگړو کی لږ تر لږه ١٢ یاغیان او یو افغان عسکر وژل سوی دی.

او د غزني په ولایت کی یاغي طالبانو دوه پولیسان وژلي دي او په همدې ولایت کی یو افغان عسکر د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی وژل سوی دی.

XS
SM
MD
LG