د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د القاعدې مشر له ترکیې مرسته غوښتې


په افغانستان کی د القاعدې مشر د ترکیې له مسلمانانو غوښتي چی دوی ته وسلې او اکمالات ور ولیږي.

مصطفی ابو الزید په یوه فیته کې ویلي دي چې دده ډله د اکمالاتو له سخت کمي سر مخامخ ده.

دی وایي، اکثره جنگیالي یېحملې نشی کولای ځکه چې دوی د وسلو او خوراکي موادو د اخیستلو لپاره پیسې نلري.

تر اوسه پورې ددغه فیتې چې د تندروانو پر یوه ویب سایټ خپره شوې، وخت او صڅت نه دی تائید شوی.

اسلامي راډیکال عناصرو وخت ناوخته په ترکیه کې هم تروریستي حملې کړي دي. په ٢٠٠٣م کال کې په استانبول کې په دغه ډول حملو کې لږ تر لږه ٦٠ تنه ووژل شول او په سلگونو نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG