د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د انتخاباتي مبارزو پای


د جمعې په ورځ د ایران خلک خپل جمهور رئیس انتخابوي. په انتخاباتو کې جمهور رئیس احمدي نژاد د اصلاح غوښتوونکي او محافظه کارو کاندیدانو سره په مبارزه بوخت دی. انتخاباتي کمپاین د پنجشنبې په ورځ له انتخاباتو یوه ورځ مخکې پای ته ورسېد.

د ایران د جمهوري ریاست انتخاباتي مبارزه داسې اوج ته ورسېده چې په دې هیواد کې بیسارې وه. په انتخاباتي مبارزه کې جمهور رئیس احمدي نژاد د ایران د دواړو سیاسي اړخونو د کیڼ او ښي اړخ د کاندیدانو سره په مبارزه بوخت دی. د سیمې د سیاسي حالاتو د یوې څیړونکې رابن رایت په آند دا مبارزه په حیرانوونکې توگه ازاده او بې قیده ده.

(.. د ایران د دوو هفتو انتخاباتي کمپاینونه تل شدید وي. خو په دې مبارزې کې د پخواني انتخاباتي کمپاین په نسبت ډیره تنوع شته او کاندیدانو پر یو بل څرگند انتقادونه وکړل.)

همدارنگه د لومړي ځل لپاره د کاندیدانو ترمنځ مستقیم تلویزیوني بحث وشو چې په هغو کې پر یو بل پراخ شخصي انتقادونه هم وشول چې پخوا د ایران په سیاست کې ددې کار ساری نه و لیدل شوی.

څیړونکي وایي چې اصلاح غوښتوونکی کاندید میرحسین موسوي د جمهور رئیس قوي سیال او په انتقاد کولو کې ډیر جدي دی.

(.. په بهرنۍ پالیسۍ کې زمونږ د ملت شان زیانمن شو. زمونږ هیواد تنزل وکړ. د هیواد دننه پرمختیاوې له ستونزو سره مخامخ شوې. د نورو هیوادونو سره مخ په زیاتیدو جنجال موجود دی.)

جمهور رئیس احمدي نژاد بیا ځوابي حمله وکړه او موسوي یې په دې تورن کړ چې د پخواني جمهور رئیس علي اکبر هاشمي رفسنجاني چې د هغه په وینا په اداري فساد تورن دی، او د پخواني اصلاح غوښتوونکي جمهور رئیس محمد خاتمي له خوا گومارل شوی.

(.. زه د یو کاندید په مقابل کې نه جنگیږم. زه د یو داسې ترکیب په وړاندې ولاړ یم چې د موسوي او خاتمي په همکارۍ د رفسنجاني له خوا رهبري کیږي.)

حتی په حیرانوونکې توگه د موسوي ماندینې زهرا رهنورد چې د سیاسي علومو پروفیسوره ده، په انتخاباتي مبارزه کې یې په ښکاره برخه واخیسته. احمدي نژاد په هغې باندې هم د اکاډیمیکو سرغړونو تورونه لگولي.

بل کاندید مهدي کاروبي ددې توان لري چې د اصلاح غوښتوونکو رای نیمایي کړي، په داسې حال کې چې محسن رضايي محافظه کارو رای ورکوونکو ته د احمدي نژاد پر ځای د یوه بل کاندید حیثیت لري.

د کارنیگي په نامه د نړیوالې سولې د څیړنیز مرکز څیړونکی کریم سجادپور وایي د ایران انتخابات په حیرانوونکی توگه ازاد دي:

(.. زیات شمیر خلک وایي د منځني ختیځ د زیاتو هیوادونو په پرتله، دا انتخاباتډیر دموکراتیک دي او یا د ایران سیستم ډیر دموکراتیک دی.)

د نوي امریکا د بنیاد په نامه د یوې ناپیلې ډلې د یوې تازه سروې له مخې جمهور رئیس احمدي نژاد تر خپلو سیالانو یو څه مخکې دی، خو زیات شمیر رای ورکوونکو اوس هم وروستی تصمیم نه دی نیولی.

اټکل کیږي چې د رای ورکوونکو گډون به زیات وي، او اکثر څیړونکي وایي چې د رای ورکوونکو د شمیر زیات والی به د میرحسین موسوي په گټه وي. خو څرگنده ده چې اټکلونه تل سم نه وي. په ٢٠٠٥ م کال کې تقریبا هر چا ته حیرانوونکې وه چې د تهران یو ناپیژندل شوي ښاروال د علي اکبر هاشمي رفسنجاني په گډون،ډیرو مشهورو کاندیدانو ته ماتې ورکړه.

XS
SM
MD
LG