د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو غونډه په افغانستان بحث کوي


د امریکا د دفاع وزیر د ناټو په دوه ورځنۍ غونډه کې د گډون لپاره بلجیم ته رسېدلی دی. په دغې غونډې کې په افغانستان کې د طالبانو په خلاف د ایتلافي قواوو د عملیاتو په اړه هم خبرې کیږي.

د ناټو منشي یاپ دي هوپ شیفر وايي، ناټو غواړي ورو ورو په کوسوو کې د خپلو عسکرو شمیر له ١۴ زرو نه ١٠ زرو ته راکم کړي. له ډیر وخت راهیسې چې په افغانستان او ځینو نورو سیمو کې مسایل مشکلات پیدا شوي دي، ناټو غړي خپل د کوسوو ماموریت رالنډ کړي.

د دفاع وزیر رابرټ گیټس نن په هالنډ کې د ناټو د وزیرانو په یوې بلې غونډې کې د گډون وروسته برسلز ته روان شو. د هالنډ په غونډې کې هم د افغانستان پر مسئله بحث وشو.

ښاغلي گیټس برسلز ته پر لاره خبریالانو ته وویل، د لومړي ځل لپاره ددې امکانات ویني چې په افغانستان کې د ښه والي لپاره وضعه بدله کړي.

XS
SM
MD
LG