د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: ځانمرگو حملو کې یو دیني عالم وژل شوی


پاکستاني چارواکي وایی چی نن د پاکستان په دوو ښارونو کی تقریبا په یوه وخت د دوو بمونو چاودنی وشوې چی لږتر لږه پنځه کسه یې ووژل چی په مړو کی یو مشهور ملا هم شامل و.

پولیسو ویلي دي چی ملا سرفراز نعیمي د یوه ځان مرگه په حمله کی چی په لاهور کی یې په یوه مدرسه کی د جمعې د لمانځه نه وروسته وکړه ووژل سو. یوه بله ځان مرگه حمله د صوبه سرحد د نوښار په ښارگوټي کی وشوه. رپوټونه وایي چی په دې حملو کی په لس هاو خلک زخمي شوي هم دي.

د پاکستان اردو نن په صوبه سرحد کی د یاغیایانو پر ځایونو باندي حملو ته دوام ورکړ. پرون هم داسي حملې وسوې چی په کی ٦٦ یاغیان ووژل سول. دا حملې په ملکند او بنو کی او همداراز په جنوبی وزیرستان کی چی د پاکستانی طالبانو د مشر بیت الله مهسود قوي مورچل دی وسوې.

د پنجشنبې په ورځ یاغیانو په پېښورکی د پوځ د یوه جنرال کورته نژدې ډزي وکړې چی په نتیجه کی د توپکو جگړه ونښته او په حمله کونکو کی دوه تنه ووژل سول.

له بلي خوا د امریکا ولسي جرگې د پنجشنبې په ورځ د جمهوررئیس براک اوباما هغه پیشنهاد منظور کړ چی غواړی پاکستان ته تر پنځو کالو پوری هر کال یونیم ملیارډ ډالره غیرنظامي مرستي ورکړي. ولسي جرگې دغه راز نور ٧٠٠ ملیون ډالره هم منظور کړل چی د پاکستان امنیتي قواو ته به ورکړه سی چی د اسلامی یاغیانو سره جگړه وکړی.

او د ملگرو ملتو عمومي منشي پرون د هغو تقریبا درو ملیون خلکو د پاره چی په صوبه سرحد کی د وروستیو جگړو له لاسه بیځایه شوي دی د نورو نړۍ والو بشري مرستو غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG