د لاس رسي وړ اتصالات

"افغانستان کې د یاغیانو حملې په زیاتیدو دي"


په جنوبي آسیا او منځني ختیځ کی د امریکایي قواو قوماندان جنرال ډیویډ پیټریاس وایی چی د ٢٠٠١ کال را پدې خوا کله چی د امریکا په مشري په افغانستان باندی برید وسو، تیره هفته په هغه ملک کی ترټولو زیاتي حملې شوي دي.

هغه پرون د پنجشنبې په ورځ دلته په واشنگټن کی په یوه وینا کی وویل چی فکر کیږی دا حملې به په داسي حال کی نوري هم پسې زیاتي شی چی نړۍ والي قواوي د یاغیانو د پټیدو په ځایونو پسې گرځی او بریدونه پر کوي.

د ناتو په یوه رپوټ کی ویل شوي دي چی سږ کال د جنوري او مې د میاشتو تر منځ د تیر کال د همدې میاشتو په مقایسه د یاغیانو په حملو کی ٦٠ فیصده زیاتولی راغلی دی.

جنرال پیټریاس وویل چی افغانستان ته د امریکا د اضافي عسکرو استول به امنیتي وضع په هغه هیواد کی ښه کړی، مگر هغه وویل چی پراخو ملکي هلو ځلو او کوششونو ته ضرورت دی چی حالات په دائمي توگه ښه سی.

د برتانیې ددفاع وزارت نن د جمعې په ورځ وویل چی یو برتانوی عسکر د پنجشنبې په ورځ د کندهار ښار ته نژدې د بم په چاودنه کی وژل شوی دی.

ناتو ویلي دي چی دوه ملکي افغانان پرون هغه وخت ووژل سول چی ددوی قواو د کنړ د ولایت په چپه دره کی په یاغیانو باندی د هاوانو ډزي وکړې چی د یاغیانو د یوې حملې انتقام واخلی.

او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چی پرون د هلمند په ولایت کی په یوه نښته کی ١٢ یاغي طالبان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG