د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکې ددفاع وزیر وایي ملکي افغانان باید ونه وژل شي


د امریکا لوړ رتبه مامورینو په افغانستان کی د ملکي خلکو د وژلو د مخنیوي دپاره د زیاتو هلوځلو او کوششونو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گېټس نن د جمعې په ورځ وویل چی د هر یوه ملکي سړی وژل د امریکا په مشری قواو « ماته» او « د افغانستان د حکومت په شا تگ دی.»

گېټس دغه راز په ایران باندی تور ولگاوه چی په افغانستان کی یې دوه مخې پالیسي را اخیستې ده . هغه وویل چی ایران له یوې خوا وایی چی د افغانستان سره ښه روابط غواړی خو له بلي خوا یاغیانو ته وسلې ورکوی او د هغوی ملاتړ کوي.

د امریکا ددفاع وزیر دا وینا په بروکسیل کی وروسته له هغه وکړه چی د ناتو غړو ملکونو د هغه پلان ملاتړ وکړ چی هدف یې د طالبانو په مقابل کی په جگړه کی تحرک راوستل دي.

په نوي پلان کی په افغانستان کی د نظامي قوماندانۍ پیاوړتیا، د اردو د مرکزیت تقویه کول او د عملیاتو دپاره د عسکرو روزل دی. او دا په داسی حال کی چی امریکا دې ته ځان چمتو کوي چی د طالبانو سره د جگړې د پاره افغانستان ته نور ٢١ زره عسکر هم واستوي.

XS
SM
MD
LG