د لاس رسي وړ اتصالات

هلمند کې پر اکمالاتي کاروان ځانمرگې حمله شوې


د هلمند چارواکي وايي، یوه ځانمرگي په دغه ولایت کې د ټانکرونو پر یوه کتار باندې چې نړیوالو قواوو ته یې تیل انتقالول، حمله کړې او اته تنه افغان موټروانان یې وژلي دي.

د هلمند د والي ویاند وویل، دغه حمله د جمعې په ورځ ناوخته د گرشک په ولسوالۍ کې وشوه او ٢١ تنه پکې ټپیان شول.

په تیر وخت کې هم د امریکا او ناټو د قواوو پر دغه ډول اکمالاتي کاروانونو باندې حملې شوي دي.

له بلې خوا، د برتانیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د دوی یو عسکر د سنگین په ولسوالۍ کې په عملیاتو کې وژل شوی دی.

ناټو ویلي دي چې د تیر کال د پسرلي په نسبت په روان پسرلي کې په افغانستان کې حملې ٦٠ فیصده زیاتې شوي دي.

جنوبي آسیا او منځني ختیځ ته د امریکا د پوځ قومندان جنرال ډیویډ پټریاس ویلي دي، اوس چې قواوو د تندروانو پر قوي مرکزونو په خلاف د عملیاتو پلان نیولی دی، دغه ډول حملې به نورې هم زیاتې شي.

XS
SM
MD
LG