د لاس رسي وړ اتصالات

احمدي نژاد گټونکی اعلان شو


په ایران کې محمود احمدي نژاد ددغه ملک د جمهوري ریاست د انتخاباتو گټونکی اعلان شوی خو په انتخاباتو کې د هغه اصلاح طلبه رقیب ویلي دي چې په نتایجو کې خیانت او جعل کاري شوې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر صادق محصولي نن اعلان وکړ چې ښاغلي احمدي نژاد د ټولو رایو ٦٢ اعشاریه شپږ فیصده رایې گټلي او د هغه مهم سیال میر حسین موسوي ٣٣ اعشاریه اووه فیصده رایې گټلي او ماتې یې خوړلې ده.

ښاغلی موسوی چې مخکې د ایران صدراعظم تیر شوی دی، وايي د جمعې په ورځ په رایه گیرئ کې د ډیرو زیاتو سرغړونو د کېدو له امله یې سخت احتجاج کړی او ویلي یې دي چې دغې لوبې ته به تسلیم نشي.

په تهران کې کلک امنیت نیول شوی وو او خلکو د انتخاباتو وروستیو نتایجو ته انتظار ایسته. د تهران په یوې څلور لاري کې د موسوي د ملاتړ کوونکو او پولیسو تر منځ د لنډ وخت لپاره اخ و ډب پیښ شو.

د جمعې په ورځ په ټول ایران کې ډیر زیات خلک د رایو ورکولو لپاره راوتلي وو. وروستي نتایج ډیر څارونکو ته له دې کبله حیرانوونکي وو چې اکثرو گمان کاوه چې د احمدي نژاد او موسوي تر منځ کیدای شي د رایو ډیر تفاوت نه وي موجود.

د انتخاباتو د کمیسیون رئیس کامران دانشجو وویل چې دغه نتایج غیر مترقبه وو. د چارواکو د تخمین له مخې د ایران د ۴٦ فیصده مستحقو رایه ورکوونکو له جملې نه ٧٠ فیصده خلکو رایه ورکړې ده.

دغو انتخاباتو ته بل اصلاح طلبه مهدي کروبي او د سپاه پاسداران پخوانی محافظه کار قومندان محسن رضايي هم کاندید و. د دوی تر منځ په انتخاباتي مبارزو کې تر ټولو مهمې موضوعگانې اتومي پروگرام، خارجي پالیسي او د ایران اقتصاد وو.

د احمدي نژاد سیالانو پر هغه تور ولگاوه چې د ایران اقتصاد یې په غلط ډول اداره کړی، د ملک تصویر ته یې صدمه رسولې او ایران یې له غرب نه په انزوا کې پرې ایښی دی. جمهور رئیس احمدي نژاد دا هم ویلي دي چې په دوهم نړیوال جنگ کې د یهودانو قتل عام تشه افسانه ده او خبرداری یې ورکړی چې اسرائیل به د ځمکې له نقشې نه پاک کړي.

نن د اسرائیلو د خارجه وزارت مرستیال ډاني ایالون وویل چې په انتخاباتو کې د ښاغلي احمدي نژاد بری ښيي چې د ایران له خوا تهدید نور هم زیات شوی دی. د وویل، نړیواله ټولنه باید د ایران د اتومي پروگرامونو او د ټروریزم د ملاتړ مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG