د لاس رسي وړ اتصالات

اتمر: د مخالفینو حملې ۴۰ فیصده زیاتې شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي پدې وروستیو کې د وسلوالو مخالفینو په بریدونو کې څلویښت په سلو کې زیاتوالی راغلی.

د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر خبریالانو ته وویل د تېرې اوونۍ په اوږدو کې په پنځه ویشت ولایتونو کې ۱۲۶ ترهګریز بریدونه چې چاودنې، ماین، ځانمرګي او نښتې وې ترسره شوي.

هغه وویل ددغو بریدونو له امله اته څلوېښت ملکي وګړي وژل شوي او ۱۱۱ بیا ټپیان دي.

حنیف اتمر زیاته کړه ددې ترهګریزو بریدونو له امله دیرشو پولیسو هم ژوند له لاسه ورکړی او په نښتو کې ۱۷۶ وسلوال مخالفین وژل شوي.

د کورنیو چارو وزیر دا ډول د ټاکنو د امنیت د خوندي ساتلو په اړه وویل د جمهوري ریاست هر نوماند ته به د هغه د ساتنې لپاره شل پولیس ورکړي او د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو امنیت به هم وساتي.

بل پلو، د سویلي نارامه ولایت هلمند چارواکي وايي چې پدغه ولایت کې پنځه ولسوالۍ عملا د حکومت په لاس کې ندي او وسله وال پکی واکمن دي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته د هلمند د ولایت په اړه د معلوماتو د ورکولو په مهال وویل په پام کې لري، ترڅو دغه له لاسه وتلې ولسوالۍ تر ولسمشریزو ټاکنو پورې بېرته په خپله واکه کې راولي.

هغه وویل له وسلوالو مخالفینو سره د جګړې لپاره به له نوې تګلارې کار واخلي، ګلاب منګل په ډاګه وویل هلمند هومره نا ارامه ندی چې په رسنیو کې یې انځور ورکول کیږي.

منګل وویل دوی هڅه کوي تر څو پر پولو امنیت خوندي کړي او ډېرې سرتیري ځای پر ځای کړي.

ګلاب منګل خبریالانو ته وویل د هلمند د ارامه کولو او هوساینې لپاره یې نوې ستراتېژۍ جوړه کړې. هغه وویل ددغې ستراتیژۍ د پلي کولو سره به له نشه یي توکو سره مبارزه ګړندئ شي.

د کندهار ولایت د ښځو د چارو د ریاست له خو د جوزا ۲۴مه د مور ورځ د یوی غونډی په لړ کی ولمانځل شوه چی د کندهار ښار لسګونه تنه میندی راټولی شوی وی.

شاهده حسین د کندهار ولایت د میندو په استازی توب وایي په کندهار او شا و خوا ولایتونو کی د ښځو له پاره د ښوونې او روزنې، روغتیا او اقصاد د چارو آسانتیاوې موجودې ندي.

او همدا شان هغی د جمهور ریس څخه وغوښتل چی د افغانستان مسله دی د سولی د لاری حل او ورته دپای ټکی کیښودل شي، او د میندو د کړیدو مخه دې نوره ونیسی.

د غونډی په روستی برخه کی هغو میندو ته چی د اولاد په روزنه کی یی د ځانه وړتیا ښودلی وه د ښځو د چارو د ریاست له خو ورته تحفی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG