د لاس رسي وړ اتصالات

قرغزستان کې امریکايي اډه تړل کیږي


امریکا وايي، دې ته تیاره ده چې په قرغزستان کې خپله هغه پوځي اډه وتړي چې له څه مودې راهیسې یې پر سر جنجال روان وو.

امریکايي قومندان ډگروال کریسټوفر بروس نن وویل چې د مناس هوايي اډه به د قزغستان له خوا د ټاکلي نیټې سره سم د اسد په ٢٧مه وتړل شي. ډگروال بروس وویل، نورو مرکزونو ته ددغې اډې د پوځي تجهیزاتو او اکمالاتو د انتقالولو کار پیل شوی دی.

د فبروري په میاشت کې د قرغزستان حکومت وویل، امریکا ته یې شپږ میاشتې وخت ورکړی چې له دغې اډې نه ووځي. قرغزستان وروسته له هغه دا نیټه وټاکله چې روسیې ورسره د دوه میلیارد ډالرو قرضې او مرستې ژمنه وکړه.

روسیې ویلي دي چې د قرغزستان په دې تصمیم کې یې مداخله نه ده کړې.

د امریکا له دغې اډې نه په افغانستان کې د نړیوالو عسکرو ملاتړ کاوه.

XS
SM
MD
LG