د لاس رسي وړ اتصالات

خامنايي: موسوي باید له حقوقي لارې دعوه وچلوي


د ایران حکومتي مطبوعاتو رپوټ ورکړی چې د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنايي میر حسین موسوي ته ویلي د تیرو انتخاباتو په اړه خپله دعوی د حقوقي لارو پر مخ یوسي.

د ایران د جمعې د ورځې په انتخاباتو کې جمهور رئیس محمود احمدي نژاد گټونکی اعلان شو او له هغه راهیسې د تهران په سرکونو باندې له تشدد ډکې مظاهرې شوي دي.

احمدي نژاد وویل، انتخابات آزاد او بې طرفه وو.

د ښاغلي موسوي ملاتړ کوونکو ژمنه کړې وه چې نن دوشنبې به په ایران کې د هغه څه په خلاف پراخې مظاهرې کوي چې دوی یې په انتخاباتو کې د احمدي نژاد جعلي بری بولي.

خو د ایران داخله وزارت اعلان کړی چې دغه ډول مظاهرې جوړول د قانون خلاف ده او دا نه ده معلومه چې د موسوي ملاتړي به بیا هم مظاهرې پیل کړي او که نه.

له بلې خوا، ډیپلوماتیکو منابعو ویلي دي، جمهور رئیس احمدي نژاد نن ماسکو ته خپل سفر لغوه کړی دی. مخکې چارواکو اعلان کړی و چې ښاغلی احمدي نژاد په ماسکو کې په یوې غونډې کې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG