د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او پاکستان مشران د شانگهای په غونډه کې گوري


د روسیې او هند چارواکو ویلي دي چې ټاکل شوې ده، د هند صدراعظم منموهن سینگ او د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري په روسیې کې د یوې سیمییزې غونډې په درشل کې سره وگوري.

دواړه مشران په (یکترین برگ) کې د شانگهای د سیمییز سازمان په غونډه کې گډون کوي.

له هغه راهیسې چې په تیر نومبر کې د ممبئ پر ښار تروریستي حمله وشوه، دا لومړی ځل دی چې دواړو مشران له یوه بل سره مخامخ خبرو ته کښیني.

هند تور لگولی چې د ممبۍ په حمله کې د پاکستان سخت دریځې ډلې لشکر طیبه لاس درلود. لشکر طیبه چې په پاکستان کې ورباندې بندیز لگول شوی، دغه تور رد کړی دی.

د شانگهای سازمان د سیمییزو منافعو او امنیت لپاره د څو ملکونو له خوا د چین په شانگهای کې جوړ شو.

ددغه سیمییز سازمان اساس په ٢٠٠١م کال کې چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان کښیښود او وروسته د منگولیا، پاکستان، ایران او هند پکې د ناظر هیوادونو په توگه برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG