د لاس رسي وړ اتصالات

الجزیره وايي کابل کې یې دوه خبریالان نیول شوي


د الجزیرې تلویزیون ویلي دي، په کابل کې چارواکو د دوی دوه خبریالان بندي کړي دي.

له قطر نه خپرېدونکی دغه تلویزیون وايي، د دوی خبریالان قیس عظیمي او حمیدالله شاه د یکشنبې په ورځ په کابل کې د استخباراتو ریاست ور بللي وو او له هغه راهیسې یې درک نه دی معلوم.

د الجزیرې تلویزیون وايي، عظیمي پخپله د استخباراتو ریاست ته ورغلی و خو حمید الله شاه بیا له خپل دفتر نه د استخباراتو دوو مامورینو بیولی دی.

قیس عظیمي ددغه تلویزیون د انگریزي د څانگي او حمیدالله شاه له عربي څانگې سره کار کوي.

د الجزیرې د تلویزیون چارواکي وايي، دوی ته دا معلومات نه دی ورکړل شوی چې ولې یې کارکوونکي نیول شوي دي.

افغان مقاماتو هم په دې باب څه نه دي ویلي.

په کابل کې د الجزیرې تلویزیون خبریال ډیویډ چاټر د تلویزیون په ویب سایټ کې لیکلي چې د دوی خبریالان شاید د الجزیرې د هغه رپوټ په تړاو نیول شوي وي چې قیس عظیمي پکې ښودل کیږي چې د کندز په ولایت کې له طالبانو سره خبرې کوي.

XS
SM
MD
LG