د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د ایران وضعې خواشینی کړی یم


د امریکا جمهور رئیس براک اوباما ویلي دي چې د ایران روانې وضعې خواشینی کړی دی، په خاص ډول له دې امله زیات خفه شوی چې وسله واله په تهران کې د حکومت ضد مظاهره چیانو باندې ډزې وکړې او یو تن یې وواژه.

ښاغلي اوباما پرون ناوخته په سپینې ماڼۍ کې خبرې کولې. هغه وویل، د انتخاباتو وروسته په دغه ډوله تشدد او په انتخاباتو کې د بې نظمیو د موجودیت د تورونو په اړه چوپه خوله پاتې کیدل غلط کار دی.

هغه همدارنگه وویل، د ایران خلک خپل مشران په خپله ټاکي خو د انتخاباتو د نتایجو په اړه په تحقیقاتو کې باید خلک و نه ژول شي.

بل پلو، د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د ایران پر مشرانو غږ کړی چې د خپلو خلکو غوښتنې ته احترام وکړي.

ښاغلي بان پرون په نیویارک کې د ملگرو ملتونو په مرکز کې خبرې کولې.

دا د ایران د انتخاباتو په اړه د هغه لومړنۍ څرگندونې دي.

د اروپايي اتحاد د غړو ملکونو خارجه وزیرانو هم د یوې اعلامیې په ترڅ کې پر ایران غږ کړی چې د احمدي نژاد د سیالانو په شکایتونو غور وکړي.

دوی د احمدي نژاد د بري په خلاف د مظاهره کوونکو اصلاح غوښتونکو په خلاف د قوې استعمال غندلی او ویلي یې دي چې باید د بیان د آزادئ احترام وشي.

فرانسې او جرمني په خپلو ملکونو کې د ایران سفیران ور بللي او له انتخاباتو وروسته د درغلیو د تورونو او روان تشدد په اړه یې ورڅخه توضیحات غوښتي دی.

پرون په کوالالمپور، دوبۍ او لندن کې هم ډیرو ایرانیانو مظاهرې کړي او د انتخاباتو نتایج یې غندلي دي.

شمالي کوریا پرون احمدي نژاد ته د بري مبارکی وویله او هیله یې وښوده چې ایران د دوی په خبره پر خارجي مداخلې بری ومومي. ایران او شمالي کوریا دواړه د خپلو اتومي پروگرامونو له امله له نړیوالې ټولنې سره جنجال لري.

XS
SM
MD
LG