د لاس رسي وړ اتصالات

چین د شانگهای سازمان ته ١٠ میلیارد ډالره ورکوي


د چین جمهور رئیس هو جنتاو د آسیايي ملکونو یوه سازمان ته ١٠ میلیارد ډالره ورکړي چې له نړیوال اقتصادي بحران سره پرې مبارزه وکړي.

چین دغه مرسته نن په روسیه کې د شانگهای د سیمییز سازمان په غونډه کې اعلان کړه.

جمهور رئیس هو جنتاو غونډې ته وویل، د سازمان په غړو هیوادونو کې د اقتصادي ثبات لپاره په کار دي چې د انرژئ، ترانسپورت او مخابراتي آسانتیاوو د برابرولو لپاره پراخې پروژې پیل شي.

په همدې غونډه کې د روسیې جمهور رئیس دیمیتري میدویدوف په نړیوال اقتصادي بازار کې د معیارونو د تنظیمولو غږ وکړ. د روسیې جمهور رئیس همدارنگه وویل، غړو ملکونو پریکړه کړې چې د تروریزم ضد نړیوالې مبارزې سره به مرسته کوي او نړیوال معلوماتي سیستم به تقویه کوي.

د ایران جمهور رئیس احمدي نژاد په دغه غونډه کې د خبرو پر وخت پر امریکا تور ولگاوه چې دده په خبره په اشغال شوي افغانستان، عراق او د فلسطینیانو په خاوره کې یې بې ثباتي جوړه کړې ده. ښاغلي احمدي نژاد هغو پراخو مظاهرو ته اشاره ونکړه چې د جمعې د ورځې د انتخاباتو د نتایجوله اعلانېدو وروسته په ایران کې پیل شوي دي.

افغانستان هم په دغه غونډه کې د ناظر هیواد په توگه برخه لري. جمهور رئیس حامد کرزي د غونډې ته د هغو گواښونو په اړه خبرې وکړې چې په افغانستان کې د ترهگرئ او د مخدره موادو قاچاق نړۍ ته پیښ کړي دي او ددې ستونزې اصلي ریښه یې په افغانستان کې د تیرو ٣٠ کلونو راهیسې روانه جگړه وبلله.

د شانگهای سازمان د سیمییزو منافعو او امنیت لپاره د څو ملکونو له خوا د چین په شانگهای کې جوړ شو.

ددغه سیمییز سازمان اساس په ٢٠٠١م کال کې چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان کښیښود او وروسته د منگولیا، پاکستان، ایران او هند پکې د ناظر هیوادونو په توگه برخه واخیسته.

منموهن سینگ او زرداري د شانگهای سازمان په غونډه کې:

د هند صدراعظم منموهن سینگ او د پاکستان جمهور رئیس آصف علي زرداري نن په روسیې کې د یوې سیمییزې غونډې په لړ کې مخامخ خبرې کړي دي.

دواړه مشران په (یکترین برگ) کې د شانگهای د سیمییز سازمان په غونډه کې برخه لري.

منموهن سینگ له زرداري سره له روغبړ وروسته هغه ته وویل، ترهگر باید د پاکستان خاوره استعمال نه کړي.

له هغه راهیسې چې په تیر نومبر کې د ممبئ پر ښار تروریستي حمله وشوه، دا لومړی ځل دی چې دواړو مشران له یوه بل سره مخامخ خبرو ته کښیني.

هند تور لگولی چې د ممبۍ په حمله کې د پاکستان سخت دریځې ډلې لشکر طیبه لاس درلود. لشکر طیبه چې په پاکستان کې ورباندې بندیز لگول شوی، دغه تور رد کړی دی.

XS
SM
MD
LG