د لاس رسي وړ اتصالات

١١٣ کاله مخکې په جاپان کې...


د ١٨٩٦ م کال د جون په شپاړسمه نیټه چې ورځ شوه، په جاپان کې د سونامی نه ژوندی پاتی کسانوڅه دپاسه شل زره دوستان او د کورنی غړی په یوه شپه کې دلاسه ورکړی وو.

دغه سونامی دجاپان د هوشو ټاپو ختیځ ته په یوسلو شل میلی کې د اوبو له څپو نه راپیدا شوه. دغه اوبه دارام سمندر دکاسی نه په اسیائې کاسه کیږی پریوزی. زوره وره زلزله په سمندر کې د اوبو د بی ځایه کولو سبب کیږی.

د هونشو دساحل سره د کامی شی او د سانریکو په سیمه کې خلکو کلنی میله کړی وه. ډیرو کسانو دزلزلی تاثیر احساس کړی وو، چې وروسته بیا ریختر په اندازه اوه عشاریه شپږدرجی ثبت شوی وه مگر ډیرو کسانو په دغه زلزله باندی سترگی پټی کړی وی.

لیکن شل دقیقی وروسته په ناڅاپه توگه داوبو څپی راپورته شوی او لدی نه پنځلس دقیقی وروسته سونامی ساحلی ښارگوټی وځاپه . په ځینو ځایونو کې دسونامی څپی دیوسلو پنځلسو فوټوپوری لوړی وی .

د ماښام په وخت دساحل دغاړی ټول کلی داوبو لاندی شول . کب نیونکی اونور خلک چې ددغه ټاپه په څوکیلومتری کې اوسیدل دسهار مهال پوری دتباهی په باره کې هیڅ معلومات نه لرل . دوی چې دساحل غاړی ته را ورسیدل ، وی لیدل چې څو میله ساحل له خزلو او جسدونونه ډک وو. دمړو اخرنی شمیرد٢٢٠٠٠ او ٢٧٠٠٠ ترمنځ وو.

دجاپان دساحل دغه برخه دارنگه تباهی سره مخامخ کیږی. د١٩٣٣ م کال دمارچ په دریمه نیټه دریختر په اته عشاریه نه درجې زلزله شوی وه چې دڅپو لوړوالی ئې پنځه اویا درجی وو او دری زره تنه پکی وژل شوی وو. داحصائیه وو نه داسی ښکار چې د سمندر د تل د زلزلی څپی په ځینوځایونو کې اته سوه نه شپتهاو ١٦١١ فوټو ته هم رسیدلی و.

XS
SM
MD
LG