د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د افغانستان انتخاباتو کې د هیڅ کاندید ملاتړ نه کوو


په هغه بیانیې کې چې پرون د امریکا حکومت خپره کړه، د جمهور رئیس براک اوباما له خولې لیکل شوي د امریکا حکومت به د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د هیڅ یوه کاندید ملاتړ او یا مخالفت و نه کړي بلکې دوی به د دې پرځای د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي چې خپل مشران د آزادو انتخاباتو د لاري وټاکي.

په بیانیه کې ویل شوي، هر هیواد د خپل کلتور او عنعنو پر اساس دیموکراسي عملي کوي. ددغه کار د موثره ترسره کیدو دپاره مونږ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د ملګرو ملتونو سره په ګډه کار کوو ترڅو د افغانستان د خلکو د پاره د یو آزاد، شفاف او عادلانه انتخاباتو زمینه برابره سي او په انتخاباتو کې هر کاندید ته په یوه سترګه وکتل سي او ټول کاندیدان به مطبوعاتو ته په مساوي توګه لاس رسی ولري ترڅو خپل انتخاباتي مبارزه پرمخ بوزي. هر کاندید به د خپل کمپاین د غځولو د پاره بیلابیلو سیمو ته په آزاده توګه سفر کوي او ټول کاندیدانو ته به د انتخاباتو په ورځ د صداقت او شفافیت ډاډ ورکړل سي.

په بیانیه کې لیکل شوي، متحده ایالات د افغانستان د خلکو سره تل پاتې او نه ختمیدونکې ملګرتیا لري او دا ملګرتیا یواځي د افغانستان د خلکو سره ده، نه د کوم ځانګړي افغان رهبر سره. د دغې ملګرتیا د لازیاتي پیاوړتیا د پاره به مونږ د افغانستان د راتلونکي جمهور ریْس سره په ګډه هلې ځلې وکړو ترڅو د افغانستان د خلکو د پاره یوه سالمه اداره، عادلانه نظام او ترټولو مهم امنیت او سوکالي راولو او خلکو ته اقتصادي آسانتیاوې برابرې کړو. دافغانستان خلک دهمدغسي راتلونکي مستحق دي او مونږ به د دغه ډول آیندې د راوستلو دپاره د بریالي کاندید او هغو خلکو سره چې خپل کاندید انتخابوي، همکارۍ ته دوام ورکړو.

د سپینې ماڼۍ دغه بیانیه د جمهور رئیس اوباما له خولې لیکي، زه د افغانستان خلکو ته مبارکي ورکوم چې د خپل هیواد انتخاباتي مبارزه یې په رسمي توګه پیل کړه. د اسد په ٢٩مه نېټه به د افغانستان خلک یو نوی جمهور ریْس چې دغه هیواد رهبري کړي، د آزادو انتخاباتو د لاري وټاکي. دغه راز، دوی به د ولایتي شوراګانو دپاره هم په دغه ورځ استازي وټاکي ترڅو د دوي نماینده ګي وکړي.

دغه زار به په انتخاباتو کې بریالی کاندید د بشپړې اجندا برسېره ډیر نور پراخ پروګرامونه ولري. په نوي حکومت کې باید شفافیت او د مسولیت پېژندنه وي، ترڅو د افغانستان خلک په دې پوه سي چې پيسې یې چیري لګول کېږي. هغه د دولت ضد جنګیالیان چې د خپلو وسلو پر ځمکه ایښولو ته چمتو دي باید په غیږ کي ونیول سي او د سولې د ټړن د مخي باید پخلا سي.

ښاغلی اوباما وايي، افغانستان د خپلو ټولو ګاونډیانو سره باید ګډې هڅې وکړي چې په دغه هیواد او سیمه کې امنیت او سوکالي راسي. د راتلونکو انتخاباتو په لړ کې چې هرڅوک بریالی سي، د آمریکا حکومت به یې ملګری وي.

XS
SM
MD
LG